په غزه کې د حماس پرضد د اسرایلي پوځ لخوا روانو عملیاتو د ۱۰۰ ورځو پوره کیدو په شپه د اسرایل وزیراعظم نېتن یاهو ژمنه کړې، د حماس خلاف د جنګ ګټلو پورې به د اسرایل جګړه روانه وي.
دغه جګړه د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په جنوبي اسرایل کې د یوې ناڅافي خونړۍ حملې وروسته شورو شوې. په نتیجه کې اسرایل کې د ۱۲۰۰ نه زیات خلک مړه شوي او د غزه په پټۍ کې د ۲۴۰۰۰ پورې فلسطینیان وژل شوي چې د غزه د ابادۍ ۱ سلنه برخه جوړیږي.
تېره شپه د اسرایل په تل ابیب ښار کې په زرګونو خلکو د ۲۴ ساعتونو لپاره یو لوې لاریون هم پېل کړی او د اسرایل د حکومت نه غوښتنه کوي چې د حماس وسله والو لخوا تښتول شوي اسرایل دې راخوشي کړي.
نیتن یاهو زیاته کړې چې د فلسطینیانو د نسل وژنې تورونه به اسرایل د روانې جګړې نه وروسته نه کړي. نیتن یاهو په هېګ کې د جرمونو نړیوال عدالت، حماس، ایران پلونه حزب الله او د حوثي یاغیانو ډلې ته په اشاره کې ویلي ٫٫ هیڅ څوک مونږ نه شي ودرولی، نه هم هېګ او نه د شېطانانو دوه ډلې، هیڅ څوک هم نه٬٬.
حزب الله د لبنان نه په اسرایل راکټي بریدونه کوي او حوثي یاغیان په سور سمندر کې کاروباري کشتۍ د حماس په حمایت کې په نخښه کوي.
اسرایلي وزیراعظم دا خبرې په هېګ کې د جرمونو نړیوال عدالت کې د یوې اورونې دوه ورځې وروسته کړي. په دغه اورونه کې جنوبي افریقا په اسرایل د نسل وژنې تور لګولی. اسرایل دغه تورونه رد کړي او دغه تورونه یې منافقه بللي.
اسرایل وايي د روانې جګړې ختمولو مطلب به د حماس ګټه وي. حماس وسله واله ډله د نورو تر څنګ امریکا، برتاینه او اروپايي ټولنې لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې. یاده ډله د کال ۲۰۰۷م راهسې په غزه کې واکمنه ده او د اسرایل د تباهۍ په هیله ده. د جرمونو نړیوال عدالت موقتي فیصله تمه ده په څو اونیو کې راشي. د عدالت حکمونه واجب دي خو عملي کېدل یې ګران دي. نیتن یاهو دا خبره په ډاګه کړې چې که د جګړې د ودرولو کوم امر کیږي هغه به یې د پامه غورځوي.
په اسرایل د جګړې ختمولو په سر نړیوال فشار ورځ تر بلې زیاتیږي چې له سببه یې د مرګ ژوبلې تر څنګ لویه تباهي شوې. په غزه کې د حماس د انتظام لاندې چلیدونکې د صحت وزارت تر مخه په جګړه کې وژل شوو خلک په دریو کې دوه برخې ماشومان او ښځې دي. وزارت ویلي په جګړه کې د ژوبل شوو خلکو شمېره د ۶۰۰۰۰ نه زیاته شوې. د ملګرو ملتونو تر مخه اسرایل د غزه په ګڼې برخې بمباري کړې او فلسطیني وسله والې ډلې بیا په اسرایل راکټي بریدونه کوي. د غزه په اکثره سیمو کې د دواړه خواو تر منځه جګړه هم روانه ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا تر مخه د غزه په ۳۶ هسپتالونو کې یواځې ۱۵ دا مهال په جزوي توګه فعاله دي.
( د دې خبر ځیني معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس، ای اېف پي او نور بیا د ملګرو ملتونو لپاره د وي او ای خبریال مارګرېټ بشېر د رپورټ نه اخستل شوي)
Forum