لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د پولیو ضد څلور ورځنی کېمپېن شروع شو


د خېبر پښتونخوا چیف سیکرټري ډاکټر شهزاد خان بنګښ په حیات آباد مېډیکل کامپلېکس کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو سره په رسمي توګه د کال 2021م آخېرنی پولیو مهم پرانسته وکړه
د خېبر پښتونخوا چیف سیکرټري ډاکټر شهزاد خان بنګښ په حیات آباد مېډیکل کامپلېکس کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو سره په رسمي توګه د کال 2021م آخېرنی پولیو مهم پرانسته وکړه

په خېبر پښتونخوا کې ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکولو دپاره څلور ورځنی مهم د جمعې په ورځ پېل شو. د چارواکو په وېنا د کېمپېن په مهال به 64 لکه د پنځو کالو نه کو عمر ماشومان د پولیو ضد وېکسین ورکولی شي.

د خېبر پښتونخوا چیف سیکرټري ډاکټر شهزاد خان بنګښ په حیات آباد مېډیکل کامپلېکس کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو سره په رسمي توګه د کال 2021م آخېرنی پولیو مهم پرانسته وکړه.

چیف سیکټري وویل چې په خېبر پښتونخوا کې د یو کال نه سېوا موده کې پولیو کېس نه دی رپورټ شوی خو په روستیو کې د ټانک ضلعي نه د پولیو واېرس ماحولیاتي نمونې مثبت راتلل د توجه وړ خبره ده او هم په دي لړ کې په جنوبي ضلعو کې به د پولیو مخنیوي د پاره خصوصي کمپاېنونه چلوي. وایي حکومت کوښښ دې چې ماشومان د هر ډول ناروغو څخه بچ وساتي

ډاکټر شهزاد بنګښ وايي " د خېبر پښتونخوا په 6 جنوبي ضلعو کې به خصوصي کمپاېن چلوو. په دغه ضلعو کې به د جنورۍ 10مې نه تر 16مې نېټې پورې خصوصي کمپاېن کېږي. د دې وروسته به د جنورۍ په 31مه نېټه بل د پولیو خصوصي کمپاېن کېږي. د جنورۍ میاشتې یو مهم به په توله صوبه کې وي او دوېم مهم به په 6 خصوصي ضلعو کې چلوو چې دغه سېمو په چاپېریال کې د پولیو واېرس مخه ونېسو ".

په خېبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ټاکنو په وجه پولیو مهم د شېډول نه دري ورځې وړاندي پیل شوی چې تر 16م دسمبر پورې به دوام لري. په ملکي کچه به د پولیو ضد کمپاین د دې میاشتې تر 13 مې نېټې نه پېلیږي.

د خېبر پښتونخوا چیف سیکټري وایې نه یوازې په قامي کچه بلکه افغانستان سره هم سېنکرو ناېز یا په هم اهنګۍ او په یو وخت پولیو کمپاېن چلول مهم دي. هغه وایي پاکستان او په خصوصي توګه خېبر پښتونخوا د صحت محکمې په سرحدي پولو د خلکو تګ راتګ د پاره د پولیو قطرو ځانګړي انتظامات کړي دي.

ډاکټر شهزاد بنګښ وايی '' په سرحدي پولو زمونږ د وېکسېن ورکولو ټیمان موجود دی او چې کوم خلک راځي هغوي ته پولیو ضد قطري اچوي. په قندوز کې د پولیو دوه مثبت کېسونه رپورټ شوي دي کوم چې پاکستان د پاره هم د تشوېش خبره ده خو چې کله هم داسې پېښې کېږي نو په داسې موقعو نور زیات چمتو کېدل پکار دي. مونږ امېد ساتو یو چې افغانستان سره په سرحدي پولو د پولیو واېرس مخنیوي اوکړو''.

چارواکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د تېرو 18 میاشتو راهسې پولیو کېس نه دی رپورټ شوی.

د خېبر پښتونخوا د پولیو د مخنیوي اداره وايي چې د په ورستیو کې غوره پولیو کمپاېنونه کولو په وجه تر ډېر حده پورې واېرس مخنیوی شوی او راتلونکي کې هم کوښښ کوي چې د پولیو مهم کوالټي هم دغه شان ښه وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG