لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک ټایمز: د امریکې د قامي سلامتیا سره تړلي  رازونه په سوشل ميډیا افشا شوي دي


دریو امریکايي چارواکو رویټرز خبري ادارې ته د جمعې په ورځ چې روس یا روس پلوه عناصر د دې نه وړاندې د نورو خفیه امریکايي پوځي معلوماتو په افشا کولو کېدو کې ککړ دي چې په کې په اوکراین کې د حالاتو ذکر شوی دی
دریو امریکايي چارواکو رویټرز خبري ادارې ته د جمعې په ورځ چې روس یا روس پلوه عناصر د دې نه وړاندې د نورو خفیه امریکايي پوځي معلوماتو په افشا کولو کېدو کې ککړ دي چې په کې په اوکراین کې د حالاتو ذکر شوی دی

د امريکې نیویار ټایمز اخبار ویلي د اوکراین نه واخلې تر منځني ختیځ او چین پورې داسې ډول نور خفیه معلومات د جمعې په ورځ‌ په سوشل ميډیا خپاره شوي دي چې امریکې قومي سلامتیا ته نقصان رسوي.

دریو امریکايي چارواکو رویټرز خبري ادارې ته د جمعې په ورځ چې روس یا روس پلوه عناصر د دې نه وړاندې د نورو خفیه امریکايي پوځي معلوماتو په افشا کولو کېدو کې ککړ دي چې په کې په اوکراین کې د حالاتو ذکر شوی دی.

امریکايي مامورینو وویل داسې په افشا شویو دستاوېزانو کې ښکاري چې د روسي پوځ د جاني نقصان کچه کمه ښودل شوې ده. په دستاوېزاتو کې د اوکراینیانو د جاني نقصان په اړه د امریکې اندازې زیاتې ښودل شوې دي. اوکرایني چارواکو د جمعې په ورځ د افشا شویو دستاوېزاتو او د روس خلاف عملیاتو دپاره د امریکې او نېټو په مرستو خبرې وکړې.

د اوکراین صدر ولادېمېر زېلېنسکي هم په غونډه کې شریک و خو د افشا شویو دستاوېزاتو په اړه یې څه و نه وېل.

نیویارک ټایمز وویل پوځي معلومات په سوشل ميډیا خپاره کړی شوي دي.

د اوکراین صدر د دفتر یو مشیر د وي او ای اوکراین څانګې ته وویل چې د روس استخباراتي ادارې د خفیه دستاوېزاتو په افشا کېدو ځکه ککړ کېدلی شي چې په دې کې په اوکراین کې د جنګ په اړه د روس د خوښې معلومات بیان کړی شوي دي. اوکرایني مشیر وویل د دستاوېزانو د افشا کېدو نه څه خطر نه ويني.

نیویارک ټایمز وویل امریکايي چارواکي کوښښونه کوي چې د سوشل ميډیا نه افشا شوي دستاوېزات لرې کړي.

وایټ هاوس په دې اړه څه نه دي ویلي او د پېنټګان یا د امریکې د دفاع وزارت ترجمان (نې) د ایمېل دلارې وویل پېنټګان د معاملې تحقیقات کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات دی ای، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG