د امریکې د نیوجرزي ریاست سېنېټر باب مېنېنډېز او د هغه په مېرمن د جمعې په ورځ دا فرد جرم ولګول شو چې په رشوت کې یې نغدې پېسې، سره زر او یو ګران بېعه موټر اخیستي او د ډېموکرېټېک پارټۍ دې سېنېټر په خارجه چارو کې د خپل اثر دلارې د مصر د امرانه حکومت مرسته کړې ده.
د حکومتي وکیلانو په وېنا د تلاشۍ په مهال د سېنېټر مېنېنډېز د کور نه د یو لک ډالرو مالیت سره زر او 480000 ډالر نغدې پېسې ترلاسه شوي دي.
د 69 کلن سېنېټر خلاف شپږ کاله مخکې د کرپشن یا د اداري فساد په بله مقدمه کې د منصفانو شورا یا جیوري څه فېصلې ته نه وه رسېدلې.
د سېنېټر مېنېنډېز خلاف ورستي الزامات د هغه خلاف د پخوانۍ مقدمې سره تړون نه لري. په پخوانۍ مقدمه کې په هغه الزام و چې قیمتي تحفې يې قبولې کړې وې چې په بدل کې په یې په فلورېډا ریاست کې مېشته د یو ډاکټر دپاره په حکومتي افسرانو فشار اچوي.
د سېڼېت د تاریخ دفتر وايي داسې ښکاري چې مېنېنډېز د امریکې په تاریخ وړمبی په چوکۍ ناست سېنېټر دی په دوو مختلفو مجرمانه الزاماتو پې فرد جرم لګول شوی دی.
مېنېنډېز په متوقعې توګه اینده کال د سېنېټ په انتخاباتو بیا امیداوار دی او که کامیابېږي نو په کانګرس کې به يې دېرش کاله پوره شي. مېنېنډېز د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټر دی او د حزب اخلاف ریپبېلېکن پارټۍ په مقابل کې ډېموکرېټس په سېنېټ کې معمولي اکثریت لري.
د مېنېنډېز د مېرمن یو وکیل د دریځ معلومولو دپاره د ای پي خبري ادارې پوښتنو ته جواب نه دی وېلی. د مېنېنډېز ترجمان او د هغه سیاسي مشیر ته هم پوښتنې لېږل شوې وې.
مېنېنډېز همیشه د خپلې بې ګناهۍ دعوه کړې ده. د هغه وکیلانو ویلي د هغه انتخابي کېمپېن ته ورکړی شوي پېسې او د ډاکټر سولومن مېلګن نه اخیستل شوي ډالۍ چې په کې د ډاکټر په شخصي جېټ جهاز کې سفر او د پېرس سېل شامل و، رشوت نه و بلکې د دواړو د زوړ تعلق نخښه وه.
ډاکټر مېلګن ته په کال 2017 کې د درغلۍ په الزام سزا شوي وه خو پخواني صدر دغه سزا معاف کړه.
Forum