د شورو، چهارشنبې د ورځې د ترهګر بريد لا اته څلوېښت ساعتونه نه دي شوي چې د نيو اورلينز د دې فرانسوي چم ګاونډ اوسېدونکو د بحالېدو مقابله پيل کړې ده چې څنګه وکړی شي وړاندې تګ وکړي.
دا داسې يو څه دي چې د دې 307 کلن تاريخ لرونکي کريسنټ سيټي خلکو بې شماره پېرې زغملي.
په تېرو شلو کالو کې يوازې د دې ځای اوسېدونکي او کاروبارونه د يو شمېر افتونو نه بيرته راوتلي چې پکې د تېلو تويېدو تاريخي پېښه، د امريکا د عمومي صحت تر ټولو بدې پېښې چې کرونا وايرس رامنځ کړې وې او بې شکه د ايدا او کيټرينا سمندري طوفانونه شامل دي.
دا وروستۍ بده پېښه چې اېف بي ايي ورته ترهګري وايي دغه ښار په نوي کال د شپې پاو باندې درې بجې ولړزولو کله چې يو 42 کلن تن شمس الدين جبار يو سپين ټرک د بوربن کوڅې په درېو برخو کې په خلکو وروخېژولو چې څوارلس تنه يې ووژل او ګڼ شمېر نور يې ژوبل کړل.
څنګه چې دا ښار خپل غم ژاړي هم داسې د هوټل يو مالک رالف برېنن وايي باوري دی چې د چم ګاونډ خلک به يې دې پېښې ته په نوي رنګ کې ځواب ووايي چې هغه به د دې غميزې پروا ونکړي او د خپل ګډ کور سره به مينه وښايي.
برېنن وايي “مونږ د دې نه وړاندې کوېډ او کيټرينا ګاللي”. د برېنن په هوټلونو کې يو د رېډ فېش ګرېل په نوم د پېښې په ځای کې دی چې د زيارت په ورځ د بوربن سټريټ د نورو کاروبارونو ترڅنګ ورته د بيا پرانستېدو اجازه ورکړل شوه.
ټام رمسی چې په ښار کې يو پخوانی پخلی کونکی دی او اوس په لوی لاس افتونو په موقع او د ميکسيکو سره په پوله د خدمت کولو پلوي دی وايي د شورو په سهار چې راپاڅېد نو په درځنونو پيغامونه او زنګونه يې تر سترګو شو چې د ده د خير خيريت پوښتنه يې کوله.
“زه نه وم خبر چې څه چل شوی او دوی څه وايي. ما چې کله خبرونه وکتل نو پوهه شوم چې څه شوي دي”.
رمسی وايي د هغه وړومبی غبرګون دا و چې څوک څوکپېژني د هغوی د خير خيريت معلومات وکړي چې په فرېچ کوارټر کې په دغه شپه موجود وو. “بيا مو ټول وپوښتل او روغ وو. خپلې ښځې ته وکتل او مخ مې په لاسو کې پټ کړو او ومې ژړل. سينه مې درزېده او د خلې مې اوازونه ختل. ما داسې غم نه و ليدلی. زه د نيو اورلينانو د پاره ځکه غمژن شوم چې د 9/11 په موقعه زه په نيويارک کې وم”.
Forum