لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قلعه عبدالله څخه د پولیو نوې پېښه مخې ته راغلې، د چمن، پښین اؤ حیدر اباد اوبو کې هم د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی


File Photo
File Photo

د صحت محکمې پخلی کړی دی چې په پاکستان کې د روان کال په اوږدو کې د پولیو دریمه پېښه د بلوچستان د قلعه عبدالله سیمې څخه مخې ته راغلې ده اؤ ددې ترڅنګ په چمن، پښین اؤ حیدر اباد کې هم په ګنده اوبو کې د دغه وایرس د شتون پخلی شوی دی.

د صحت محکمې ویاند ویلي د بلوچستان د پښتون میشته سیمې قلعه عبدالله په دروزۍ تحصیل کې په یوه 12 کلنه ماشومه نجلۍ کې د معذورۍ نښې ښکاره شوې چې له هغې وروسته دغه نجلۍ په چټکتیا سره د شلتیا لوري ته روانه شوې ده.

ویاند ویلي له ماشومې ترلاسه شوؤ نمونو څخه هغې ته د پولیو وایرس ورپورې کیدو پخلی شوی خو دا چې دا وایرس د کومې بڼې دی اؤ له چرته راغلی په دې اړه لا پلټنې روانې دي.

د روغتیایي چارو لپاره د پاکستان د وزیراعظم معاون ډاکټر مختار احمد د پولیو په دې نوې پېښه رامنځته کېدو افسوس ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي پولیو یو داسې موذي مرض دی چې نه یوازې ماشوم بلکې ټوله کورنۍ اغېزمنوي.

هغه پخپل یو بیان کې په خلکو غږ کړی چې باید خپلو د پینځوؤ کالو نه د کم عمر ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ارو مرو ورکړي.

د پاکستان د پولیو ملي لیبارټرۍ په دریوؤ ښارونو چمن، پښین اؤ حیدر اباد کې په سخا اوبو کې د پولیو وایرس د شتون پخلی کړی چې دې سره د روان کال په اوږدو کې د اوبو نه اخستل شوؤ نمونو کې د پولیو د شتون شمیره 140 ته رسېدلې ده

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG