لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اوکراین کې د روس په تازه بمبارۍ کې ملکي کسان وژل شوي


د وي او ای د رپورټ ترمخه، د پسرلي او د تود موسم د راتلو سره سم اوکرایني ځواکونه د جوابي حملې او روسي ځواکونه د نیول شویو ځایونو نه وېتلو دپاره تیاری کوي او اوکراین د مغربي ملکونو نه وسله او ټېنکونه ترلاسه کوي
د وي او ای د رپورټ ترمخه، د پسرلي او د تود موسم د راتلو سره سم اوکرایني ځواکونه د جوابي حملې او روسي ځواکونه د نیول شویو ځایونو نه وېتلو دپاره تیاری کوي او اوکراین د مغربي ملکونو نه وسله او ټېنکونه ترلاسه کوي

د اوکراین په مشرقي دونباس سیمه کې د جنګ د محاذ په شمالي او جنوبي برخو روسي ځواکونو د جمعې په ورځ د مزایلو درنه بمباري وکړه چې له امله یې یو شمېر ملکي کسان ووژل شوو.

د اوکرایني چارواکو په قول په روسي بمبارۍ کې لږ تر لږه لس ملکي کسان وژل شوي او تر 20 پورې نور کسان زخمیان شوي دي.

د اوکراین په سرښار کییف کې اوکرایني چارواکو وویل روس په حمله کې اېس 300 ډول د جهازو په ضد کارېدونکي مزایل وچلول.

د دونباس ګورنر یا والي ویلي د روس په مزایل حمله کې د بې کوره کسانو د پناه یو مرکز هم لګلېدلی دی.

د اوکراین د هوايي پوځ ترجمان وویل روسي ځواکونو د هوا نه چلېدونکي مزایل، د چاودېدونکو موادو ډک ډرون او نور بمونه یې هم استعمال کړل.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د پسرلي او د تود موسم د راتلو سره سم اوکرایني ځواکونه د جوابي حملې او روسي ځواکونه د نیول شویو ځایونو نه وېتلو دپاره تیاری کوي او اوکراین د مغربي ملکونو نه وسله او ټېنکونه ترلاسه کوي.

د روس پخوانی صدر دمټري مېدوېدیو چې اوس د روس د قومي سلامتیا د کاونسل مشر دی، ویلي روسي ځواکونه د اوکراین جوابي حمله تمبولو ته تیار دي.

مېدوېدیو دړکه وکړه چې که چېرې اوکرایني ځواکونه د کرایمیا د بېرته اخیستلو کوښښ وکړو نو روس اېټمي وسله هم استعمالولی شي. روس په 2014 کې کرایمیا په غیرقاني ډول نیولې ده. هغه وویل د ریاست د ماتولو کوښښ به د ریاست په وجود ګزار وي او په دې لړ کې به هر ډول وسله استعمالولی شي.

هغه وویل سمندر پورې دوستان پکار ده چې په دغه خبره پوهه شي.

مېدوېدیو دا هم وویل روس اوکراین ته ورکړی شوي د مغربي ملکونو وسلې او د امریکې ورکړی شوی پېټریاټ ایر ډيفېنس سسټم یا د هوايي حملې په ضد دفاعي نظام هم په هدف کولی شي.

روسي چارواکي دا خبرداری هم کوي چې په اوکراین کې مېشته د مغربي ملکونو هغه چارواکي چې اوکرایني ځواکونو ته تربیت ورکوي، روسي ځواکونه يې په هدف کولی شي.

کییف وايي عسکرو ته يې په امریکا کې تربیت ورکول کېږي.

د روس د فضايي حملې خطر کمولو په لړ کې د سویډن، ناروی، فېن لېنډ او د ډنمارک د هوايي پوځونو کمانډرانو د جمعې په ورځ په یو خط کې سیمې د دفاع دپاره د هوايي دفاعي نظام د جوړولو اراده څرګنده کړه.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز، ای پي، ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG