لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کاروبار کې د مبینه درغلۍ په الزام د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ مقدمه درج شوې


په مقدمه کې د ټرمپ ترڅنګ د هغه زامنو، ډانلډ جونیر، اېرېک او لور ایوانکار نامزد شوي دي
په مقدمه کې د ټرمپ ترڅنګ د هغه زامنو، ډانلډ جونیر، اېرېک او لور ایوانکار نامزد شوي دي

د امریکې د نیویارک ریاست مشرې حکومتي وکیلې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ، د هغه د دریو بچو او د هغه کمپنۍ "ټرمپ ارګنايزېشن" په ضد د درغلۍ مقدمه درج کړې ده چې په کاروبار کې د مبینه درغلۍ دلارې يې د تېرو لسو کلونو نه په زیات وخت کې يې په بېلینونو ډالر ګټلي دي.

د نیویارک په سپریم کورټ کې د 220 پاڼو په مقدمه کې چې اټرني جنرل لټيشیا جېمز د شورو، د چهارشنبې، په ورځ درج کړه، په پخواني صدر الزام لګول شوی چې د خپل دولت په اړه یې په مستقل ډول دروغ ویلي او د بیمه کمپنو نه د مراعاتو او بېنکونونه د قرضونو اخیستلو دپاره يې د خپلو اثاثو مالیت د حقیقت نه زیات ښودلی او د ټېکسونو د کمولو دپاره یې په ځینو دستاوېزاتو کې د اثاثو قیمت کم څرګند کړی دی.

په مقدمه کې وېل شوي چې ټرمپ 250 مېلین ډالر ګټه په مبینه توګه په غیرقانوني طریقه ترلاسه کړې او پکار ده چې ټرمپ ارګنایزېشن دغه پېسې حکومت ته ورکړي.

په مقدمه کې د ټرمپ ترڅنګ د هغه زامنو، ډانلډ جونیر، اېرېک او لور ایوانکار نامزد شوي دي.

حکومتي وکیلې مېرمن جېمز خبریالانو ته وویل د دوو کلونو په تحقیقاتو کې موندل شوي چې ټرمپ او د هغه د کورنۍ کاروبار ممکنه ده چې د نیویارک ریاست او د وفاقي حکومت د جرمونو په ضد د یو شمېر قوانینو خلاف ورزي کړي.

د تحقیقاتو مودنې په نیویارک کې د وفاقي حکومت وکیلانو سره هم شریکې کړې دي خو د وي او ای رپورټ وايي دا لا نه ده معلومه چې ایا حکومت به په دې لړ کې د‌ ټرمپ او د هغه د کاروبار په ضد مقدمه شروع کوي او که نا؟

د رپورټ ترمخه جېمز غواړي چې د ټرمپ کورنۍ د همېشه دپاره په نیویارک کې د کاروبار نه منع کړي.

د نیویارک په سپریم کورټ کې د 220 پاڼو په مقدمه کې چې اټرني جنرل لټيشیا جېمز د شورو، د چهارشنبې، په ورځ درج کړه
د نیویارک په سپریم کورټ کې د 220 پاڼو په مقدمه کې چې اټرني جنرل لټيشیا جېمز د شورو، د چهارشنبې، په ورځ درج کړه

د ټرمپ وکیلې الینه هابا د نیویارک ریاست مقدمه د واک اختیار ناجایز استعمال وبللو او ويې وېل د خپل موکل خلاف به د حکومتي وکېلې د "بې قدره" دعوو دفاع کوي.

ټرمپ ارګنایزېشن وویل مالیاتي ادارو کمپنۍ سره د کاروبارو نه په سلګونو مېلینونه ډالرې ګټه ترلاسه کړې ده.

ټرمپ ارګنایزېشن د جېمز مقدمه سیاست وبللو او ويې وېل حکومتي وکیلې د نیویارک اوسېدونکو په ځای خپلو سیاسي عزایمو ته ترجیح کړې ده.

د ټرمپ کمپنۍ وویل د حکومتي وکیلې مقدمه "د واک اختیار د کرکې وړ استعمال، د قیمتي وسایلو او د ټېکس ادا کوونکو د لسګونو مېلینونو ډالرو ضایع کېدل دي."

د ډېموکرېټک پارټۍ جېمز په نومبر کې کېدونکو انتخاباتو بیا ودرېږي. او د ريپبلېکن پارټۍ ډانلډ ترمپ ویلي چې د 2024 په صدارتي انتخاب کې به بیا د وایټ هاوس امیدوار وي.

د وي او ای رپورټ وايي د نیویارک ریاست دغه مقدمه د ټرمپ په ضد په ګڼ شمېر مقدمو کې یوه خو زیاتره مقدمې د هغه څلور کلن صدارت سره تړلي دې چې معېاد یې د کال 2021 د جنورۍ په میاشت کې هله ختم شو چې موجوده صدر جوبایډن صدر د انتخاب ګټلو وروسته د صدر په حېث سوګند واخیستلو.

ټرمپ ارګنایزېشن وویل مالیاتي ادارو کمپنۍ سره د کاروبارو نه په سلګونو مېلینونه ډالرې ګټه ترلاسه کړې ده
ټرمپ ارګنایزېشن وویل مالیاتي ادارو کمپنۍ سره د کاروبارو نه په سلګونو مېلینونه ډالرې ګټه ترلاسه کړې ده

د وفاقي او ریاستي حکومت وکیلان په دې اړه هم تحقیقات کوي چې ایا ټرمپ کوښښ کولو چې کانګرس د صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول منظوره نه کړي؟ چې ایا ټرمپ په کانګرس د خپلو پلویانو حمله راپارولې وه؟ او ایا هغه په جورجیا ریاست کې د انتخاباتو چارواکو ته ویلي وو چې د هغه دپاره په دومره شمېره کې ووټونه پېدا کړئ چې په صدارتي انتخاب کې د صدر بایډن په ځای هغه بریالی وټاکل شي؟

د دې ترڅنګ د وفاقي حکومت وکیلان په دې لړ کې هم تحقیقات کوي چې د صدارت د ختمېدو نه پس ټرمپ ولې خفیه حکومتي دستاوېزات په فلورېډا ریاست کې مارالاګو نومې خپل شخصي کور ته یوړل او د قانون مطابق یې نېشنل ارکایوز یا قومي محافظ خانې ته و نه سپارل.

د ټرمپ خلاف د نیویارک ریاست په مقدمه کې وېل شوي چې د مالي شمته منۍ په باره کې په 11 کلیزو ګوشوارو کې د اثاثو د قیمونو په اړه د 200 نه زیاتې بې ځایه دعوې شوي دي.

ټرمپ ځان ارب پتي او د کاروبار په اړه خپله پوهه ډیره ښه بلي خو د وي او ای رپورټ وايي په تېرو څو کلونو کې يې ګڼ شمېر کاروبارونه دیوالیه شوي دي چې پکي هوايي کمپني، د جوارۍ مرکز او ټرمپ یونیورسټي شامله ده.

د جولای په میاشت کې ټرمپ د جېمز په دفتر کې حاضر شوی و خو په دې شرط چې د 400 نه د زیاتو پوښتنو ځوابونه به نه ورکوي.

جېمز وویل پکار ده چې ټرمپ سره دې د عامو امریکایانو په شان قانوني چلند وکړی شي. هغې زیاته کړه چې بېنکونو نه د قرض اخیستلو دپاره دروغ وېل غیرقانوني کار دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG