لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوی کال شروع شو، کړکېچ ځپلي 2021 ته دنیا مخه ښه وویل


د ام یکې د نیویارک ښار په ټایمز سکویر کې د نوي کال د هرکلي دپاره تیاری کېږي

د دنیا په مختلفو برخو کې2022 شروع شو او کړکېچ ځپلي 2021 ته الوداع وویل شوه خو د امریکې په شمول د نړۍ په ځینو برخو کې جمعه د زوړ کال اخېرۍ ورځ وه.

د نوي کال هرکلی په داسې حال کې کېږي چې د کرونا وایرس ناروغي لا نه ده ختمه بلکې د دې وبا نوي شکل "اومېکرون" دنیا شکنجه کړي او د ځپل شویو کسانو شمېره مخ په زیاتېدو ده.

د کرونا وایرس نه علاوه په تېرو 12 میاشتو کې په دنیا کې یو شمېر پرمختګونه شوي دي.

په دغو پرمختګونو کې د ای اېف پي خبري اداري اداره وايي په افغانستان، میانمار او هانګ کانګ کې د جمهوریت دپاره د خوبونه نسکورېدل شامل دي.

په 2021 کې د اولمپېکس لوبو مقابلې په داسې حال کې وشوې چې په سټېډیمونو یا لوبغالو کې به د کرونا وایرس د بندیزونو له امله تماش بین نه وو.

په 2021 کې په دنیا کې د سیاست، تعلیم، ساینس، اقتصاد، موسم، ثقافت او د ټېکنالوجۍ په برخو کې د پرمختګونو او د بدلونونو باوجود د زیارتره انسانیت په روزانه ژوند د کرونا وایرس ناروغۍ تر ټولو اثر درلود.

2022 به په دنیا د کرونا وایرس د خپرېدو دریم کال شي.

ای اېف پي خبري اداره وايي په کال 2019 کې په مرکزي چین کې په لومړي ځل د پېدا کېدو نه پس د کرونا وایرس نه 5.4 مېلین کسان مړه شوي دي.

خبري اداره وايي که څه هم 2021 په دې امید شروع شوی و چې د کرونا وایرس په ضد وېکسین تیار کړی شوی دی او د ناروغانو شمېرې په کمېدو وې خو څنګه چې 2021 اختتام نه نژدې کېدو نه نو د کرونا اومېکرون شکل په جنوبي افریقا کې پېدا او په دنیا په خپرېدو شو.

ای اېف پي وايي اومېکرون نه د خکلو د ناروغه کېدو تعداد د ورځې په حساب د یو مېلین نه زیات شوی دی.

رپورټ وايي په فرانس، برطانیه، امریکا او اسټرېلیان کې د اومېکرون نه د خلکو د ناروغه کېدو پېښې مخ په زیاتېدو دي.

نوي کال ته د هرکلي او زوړ کال ته د الوداع دپاره خوشحالۍ وکړی شي او که نا؟

ای اېف پي وايي د امریکې د سان فرانسېسکو ښار نه واخلي د جنوبي کوریا د سول ښار پورې په بېلا بېلو ملکونو کې د نوي کال د ګڼي ګوڼې دستورې یا خو منسوخ کړی شوي او پکې د خلکو شرکت محدود کړی شوی دی.

ای اېف پي وايي 2022 لومړی هرکلی د بحرالاکاحل په ځینو سیمو کې وویل شو چېرته چې د زوړ کال اخیرۍ ورځ دنیا د نورو برخو نه اول ختمه شوه.

د اسټرېلیاسېډني ښار کې چې ای اېف پي وايي په عامو حالاتو کې ورته د دنیا د نوي کال مرکزي ښار وېل کېږي او په ساحل یې د نوي کال په موقع اتشبازي کېږي او د خلکو ګڼه وي، خاموشه پروت و.

ای اېف پي وايي په دوبۍ کې به په برالخلیفه د رڼاګانوې نندارتون کولی شي د دې باوجود چې په متحده عرب اماراتو کې د کرونا وایرس په ناروغانو کې اضافه شوي ده.د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن خبرداری کړی چې د اومېکرون دلاسه د "سونامي" یا سمندري طوفان په شان د خلکو په ناروغه کېدلو کې اضافه کېدلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG