لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د درې اړخيزه لوبو د لړۍ وړومبۍ سیالۍ کې نیوزيلېنډ پاکستان ته په 78منډو ماتې ورکړه

د کرکټ د درې اړخیزه لوبو د لړۍ په وړومبۍ سیالۍ کې نیوزيلېنډ پاکستان ته په 78ؤ منډو ماتې ورکړې ده.

د خالي- شنبې په ورځ د لاهور په قذافي اسټیډيم کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې وړومبی بېټنګ نیوزيلېنډ وکړو اؤ په ټاکلو 50 اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په تاوان 330 منډې وکړې چې دې کې د ګلین فلپس چټک سینچري یا سل منډې هم شامل وې.

د ټاکلي هدف ترلاسه کولو په تعقیب کې د پاکستانۍ لوبډلې نهه لوبغاړي په 252ؤ منډو وسوځېدل.

د پاکستان حارث روف د بالنګ کولو په مهال ژوبل شو اؤ له لوبې له میدانه ووتلو چې وروسته بیا بیټنګ ته هم ونه وتلو.

میلمه لوبډلې د پاکستان څخه دا وړومبۍ سیالي په 78منډو وګټله.

د پاکستان اوپنر بابر اعظم چې کله توپ وهنه پېل کړه نو په 23 بالونو یې یوازې 10منډې جوړې کړې چې وسوځېدو.

د پاکستان په لوبډله کې له فخرزمان پرته هیڅ یو لوبغاړی تر زیاته وخته په وکټ ایسار نه شو.

فخرزمان په 69بالونو 84مندې جوړې چې پکې 4 ، څلوریزې اؤ 7 شپږیزې شامل وې.

کامران غلام 18، محمد رضوان 3، سلمان علي اغا 40، طیب طاهر 30، خوشدل شاہ 15، شاهین شاہ اپریدي 10 او نسیم شاہ 13 منډې جوړې کړې اؤ وسوځېدل.

د نیوزيلېنډ مچل سینټنر اؤ میټ بینري درې،درې، مایکل بریس ویل دوه اؤ ګلین فلپس یوه ویکټه ترلاسه کړه.

تر دې وړاندې چې نیوزيلېنډ ټاس وګټلو اؤ وړومبی یې بیټنګ پيل کړو نو ول یونګ اؤ رچن روینډار په ترتیب سره 4 او 25 منډې جوړې کړې.

کین ولیمسن اؤ ډيرل مچل د نیمې ،نیمې سینچرۍ په جوړولو وتوانېدل، ولیمسن 58 اؤ ډیرل مچل 81منډې جوړې کړې، خو ټام لیتهم بیا د هیڅ یوې منډې جوړولو بغیر وسوځېدو.

ګلین فپلس د سیالۍ په وروستي پړاؤ کې چټک لوبه وکړه اؤ خپلې منډې یې په سلو ور واړولې هغه په 71 بالونو 106منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو.

د نوموړي په منډو کې 7 سپږیزې او 6 څلوریزې هم شامل وې.

د پاکستان له لوري شاهین اپریدي درې، ابرار احمد دوه اؤ حارث روف یو ویکټ ترلاسه کړو.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG