لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنځه پاکستانیان د نیوزي لېنډ په جوماتونو حمله کې بې درکه دي


 د کرائسټ چرچ ښار په دوو جوماتونو حمله کې ۴٩ کسان وژل شوي او د ٢٠ نه زیات نور زخمیان دي
د کرائسټ چرچ ښار په دوو جوماتونو حمله کې ۴٩ کسان وژل شوي او د ٢٠ نه زیات نور زخمیان دي

د پاکستان خارجه وزارت ویلي د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو د جمعې د لمونځ په مهال ترهگر برید کې څلور پاکستانیان زخميان شوي او پنځه نور بې درکه دي. په حمله کې ۴٩ کسان وژل شوې دي.

او په نیوزي لېنډ کې د افغانستان سفیر په حمله کې د یو افغان د وژل کېدو او د دوو نورو د بې درکه کېدو تصدیق کړی دی.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل په ټوېټر وویل د زخمي او بې درکه پاکستانیانو د شناخت معلوولو په لړ کې پاکستان د نیوزي لېنډ چارواکو سره په رابطه کې دي.

د نیوزي لېنډ کرائسټ چرچ ښار په دوو جماعتونو د جمعې په لمونځ په وخت د مسلح کس په ډزو کې ۴٩ کسان ووژل شو. د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جېسنډه ارډرن په جوماتون کې ډزې د "ترهگرۍ حمله" وبلله او وې ویل دا د هېواد "تر تر ټولو تیارو ورځو کې یوه ده."

د نیوزي لېنډ پولیس په حمله کې په مشکوک توگه ککړ تن شناخت د ٢٨ کلن برېنټن تېرنټ په نام کړی دی چې د اسټریلیا شهري دی او په سماجي ویب پاڼو د سپېن پوستکي نسل پرستۍ مواد شائع کړې دي. په سوشل مېډیا هغه د حملې وډیو هم په ژوندۍ بڼه خپره کړې وه.

پولیس وايي دوه نور سړي او یوه ښځه په جوماتونو د حملې په لړ کې نیول شوې دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او خارجه دفتر په نیوزي لېنډ کې په جوماتونو حمله غندلې ده.

عمران خان وویل د نیوزي لېنډ په کراسئټ چرچ ښارکې په جوماتونو "د ترهگرۍ حمله د انتهايي تکلیف او د غندنې وړ ده."

عمران خان وویل حمله یې د دې درېځ تصدیق کوي چې د "ترهگرۍ هیڅ مذهب نه وي."

عمران خان وویل د داسې قسمه حملو په شا د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ حملو ورسته "اسلاموفوبیا" یا د اسلام په ضد کرکه ده چې د لاندې یې په نړۍ کې د ترهگرۍ د هر ډول حملې په اسلام او د مسلمانانو په سر د ورتپل کېدو لړۍ دوام لري."

په نیوزي لېنډ کې افغان سفیر وحیدالله وېسي وویل د کرائسټ چرچ په جوماتونو حمله کې د نیوزي لېنډ یو افغان نژاد اوسېدونکی هم وژل شوی او دوه نور بې درکه دي.

افغان صدر محمد اشرف غني هم په نیوزي لېنډ کې په دوو جوماتونو د "ترورستي بریدونو"غندنه وکړه او دا یې "وحشیانه" عمل وبللو.

په کابل کې د ارگ څخه شائع شوي بیان کې وویل شو "پر دغو جوماتونو تروریستي بریدونو یو ځل بیا وښوده چې تروریستان هیڅ دین او ائین ته درناوی نه لري او د ټول بشریت دښمنان دي.""

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او هغه يې وحشيانه بللی، عبدالله ويلي، «ترهګري مذهب او روا دليل نه لري.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د نیوزي لېنډ په جوماتونو د "ترهگرۍ" د حملو غندنه وکړه، نیوزي لېنډ او د اسلامي نړۍ سره یې عمزاري وکړه او وې وېل دا د "نسل پرستۍ او د اسلام نه د نفرت" د زیاتېدونکو پېښو ورستۍ اقدام دی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر د نیوزي لېنډ د پېښې کې د وژل شویو کورنیو سره خواخوږي ښودي او وې ویل "۴٩ کسان په بې حسه توگه وژل شوې دي، گڼ شمېر نو سخت زخمیان دي."

صدر ټرمپ وویل امریکا نیوزي لېنډ سره هر ډول مرستې ته تیاره ده. "الله دې په ټولو رحم ورکړي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG