لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایان د نائن اليون د پيښو لسمه کلیزه لمانځي


پرون د امریکا صدر براک اوباما د ورجینیا په ارلېنگټن سېمه کې په قامي ادیرې ته ورغلی ؤ او د عراق او افغانستان په جگړو کې د وژل شوؤ پوځیانو په قبرونو د گولونو هار غوړولي وؤ
پرون د امریکا صدر براک اوباما د ورجینیا په ارلېنگټن سېمه کې په قامي ادیرې ته ورغلی ؤ او د عراق او افغانستان په جگړو کې د وژل شوؤ پوځیانو په قبرونو د گولونو هار غوړولي وؤ

امریکایان نن د اتوار په ورځ د یولسم سېپټمبر کال 2001ء د ترهگریزو بریدونو لسمه کلېزه لمانځي.
د نیویارک ښار پولیسو د اتوار په ورځ ددستورو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.تمه کېږي چې د امریکا صدر براک اوباما او پخوانی صدر جارج بوش به په دغه دستورو کې گډون کوي. پرون د امریکا صدر براک اوباما د ورجینیا په ارلېنگټن سېمه کې په قامي ادیرې ته ورغلی ؤ او د عراق او افغانستان په جگړو کې د وژل شوؤ پوځیانو په قبرونو د گولونو هار غوړولي وؤ.
د ترهگر برید ممکنه خطر له امله په نیویارک کې امنیتي گامونه نور ټېنگ کړی شوي دي.
لس کاله وړاندې هم په دغه ورځ د القاعده شبکی ترهگرو د امريکاڅلورجهازونه هائي جيک کړل او په دغه جهازونو باندې يې بيا بريدونه ترسره کړل چې پکې خواؤشا 3,000 کسان وژل شوي وؤ.
جهاز تښتونکوددغه څلورو کمرشل جهازونو څخه دوه دنيويارک ښار دنړيوال تجارتي مرکز او دهغې سره ترڅنگ ټاورونو سره جنگولي وؤ چې له امله يې د110ؤ منزلودغه ودانۍ په ځمکه ناستې وې.
په دغه تباهۍ کې گڼ شمير ملازمين او امدادي کارکنان هم مړه شوي وؤ.
دريم جهاز د واشنگټن څخه لږغوندې بهر دامريکا دپوځي هيډکوارټرز پينټاگان سره ټکر کړل شوى ؤاؤ دڅلورم جهاز مسافر دهائي جيکرانو سره ونښتل چې له دې وروستو جهاز دپيني سلوانيا ښار شينکز ويل کې ولوئيدو او تباه شو.
ټاکل شوې ده ددغو دستورو څخه به يوه لويه دستوره په پينټاگان کې کيږي .
د نائن الیون لسمه کلیزه په داسې حال کې کېږي چې د مۍ په دوهمه نېنټه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده مشر اسامه بن لادن د امریکایي ځواکونو په ځانگړۍ عملیاتو مې وژل شوې دی.
څېړونکي د اسامه وژنه د ترهگرۍ پرضد روانې جگړې کې ډیر ستر بریالېتوب گرځوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG