د امریکا صدر براک اوباما د کال 2001م د یوولسم سېپټمبر د ترهگرۍ بریدونو کې د ځپل شوؤ خلکو ته د عقیدت پېرزونې وړاندې ورکولولپاره نیویارک ته رسېدلې دی.
ښاغلې اوباما د نیویارک ښار ته سفر د القاعدې ترهگرۍ شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان د وژنې څو ورځې وروسته کړې دی.
ښاغلي اوباما د نیویارک د اوور وژولو یو ودانۍ کې هغه اوور وژنکو سره لېدلي دي چې خپل 15 ملگری یې د یولسم سېپټمبر پېښو کې وژل شوي وؤ.
په دغه موقعه صدر اوباما وویل چې امریکا وایي کله به هم دغه ترهگر بریدونه نه هېروي نو په مطلب یې پوهېږي.
صدر اوباما به د وېجاړ شوي ورلډ ټریډ سنټر په ودانۍ د گولونو سېره غوړوي او د یوولسم سېپټمبر پېښو کې د وژل شوؤ خلکو کورنیو سره به لېدل کتل کوي.
د سپېنې ماڼې ویاند جې کارني وئیلي صدر براک اوباما غواړي د اغیزمنه شوؤ خلکو کورنیو سره لېدل کتل وکړي او هغو سره ې د اسامه بن لادن د مرگ وروسته خوږې ترخې شېبې تېرې کړي.
نزدې لس کاله وړاندې د کال 2001م د یوولسم سېپټمبر په ورځ دالقاعده ترهگرو د امريکا څلورجهازونه هائي جيک کړل او په دغه جهازونو باندې يې بيا بريدونه ترسره کړل چې پکې خواؤشا 3,000 کسان وژل شوي وؤ.
جهاز تښتونکوددغه څلورو کمرشل جهازونو څخه دوه دنيويارک ښار دنړيوال تجارتي مرکز او دهغې سره ترڅنگ ټاورونو سره جنگولي وؤ چې له امله يې د110ؤ منزلودغه ودانۍ په ځمکه ناستې وې.
په دغه تباهۍ کې گڼ شمير ملازمين او امدادي کارکنان هم مړه شوي وؤ.
دريم جهاز د واشنگټن څخه لږغوندې بهر دامريکا دپوځي هيډکوارټرز پينټاگان سره ټکر کړل شوى ؤاؤ دڅلورم جهاز مسافر دهائي جيکرانو سره ونښتل چې له دې وروستو جهاز دپيني سلوانيا ښار شينکس ويل کې ولوئيدو او تباه شو.
نیویارک : اوباما د یولسم سېپټمبر د ترهگرۍ ځپلو شوو سره لېدلي