لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک : فيصل شهزاد د خپل جرم اقرار کړی


د امريکا دنيويارک په ټائمز سکوائر کې دموټر دننه دبمي هڅې په تور نيول شوي پاکستاني نژاده فيصل شهزاد په امريکائي محکمه کې دځان په ضد لگول شوي ټول تورونه منلي او وئيلي يې دي هغه يو ځل نۀ بلکې سل ځله دخپل جرم اقرار کوي.

فيصل شهزاد وائي ترڅو چې امريکا دعراق او افغانستان څخه خپل پوځونه ونۀ باسي ، په يمن او صوماليه دډرون بريدونو لړۍ ختمه نۀ کړي او په ټوله نړۍ کې دمسلمانانوعامې وژنې ته دپايې ټکى کښينږدي هغوي به دامريکا په ځمکه بريدونو ته دوام ورکوي.
دگل په ماسپښين چې کله هغه دميډيا دنمائندگانو څخه ډک دنيويارک يوې محکمې ته وړاندې کړل شو نو 30 کلن فيصل شهزاد دبندي خانې جامې اچولې وې او په سر يې سپينه ټوپۍ هم پرته وه.
کله چې هغه محکمې ته ننوستل شو نو هغه دغلته ناستو ټولو خلکو ته وکتل او په څهره يې خندان غوړيدلې وه، ددې ترڅنگ چې کله هغه دمحکمې قاضي مريم سيډربام ته دهغه دپوښتنو ځوابونه ورکول نو هم يې په اواز کې ويره ترهه نۀ ليدل کيده.
شهزاد وويل هغه ځان يو مجاهد گڼي او دامريکائي وگړو په وژلو سره دډرون په بريدونو کې دوژل کيدونکو خلکو دوينو بدله اخستل غواړي.
هغه وويل دقصده يې دنيويارک په مشهور ټائمز سکوائر کې دبمي چاؤدنې دپاره دماښامې پاؤباندې شپږ بجې وخت غوره کړى ؤ ځکه چې په دغه مهال په ټائمز سکوائر کې زيات رش وي او هغه غوښتل چې په چاؤدنه کې زيان نه زيات خلک ووژل شي.
فيصل شهزاد وويل هغه په 2009ء کې دامريکائي وگړتوب ترلاسه کولو څخه مياشت دوه وروستو امريکا سره خداې په اماني کړې وه او دخپلې ښځې او دوؤ ماشومانو سره پيښور ته تللى ؤ ځکه چې غوښتل يې طالبانو سره تماس ونيسي.
نوموړي محکمې ته وويل هغه په دسمبر کال 2009م کې دخپلو څو ملگرو سره وزيرستان ته تللى ؤ او هلته يې يوه مياشت او لس ورځې دپاکستاني طالبانو دمشرانو سره يوځايې تيرې کړې وې.
دفيصل شهزاد دوينا له مخې په دغه موده کې يې دپينځوؤ ورځو دننه دبيلا بيلو بمونو جوړولو تربيت ترلاسه کړى ؤ.
هغه وويل لا په وزيرستان کې ناست ؤ چې په امريکا يې دبريد پلان جوړ کړى ؤ.
هغه دځان سره په دغه مهال څلورنيم زره ډالر لرل.
فيصل شهزاد دا هم وويل چې طالبانو ورته امريکا کې دچاؤدنې دانتظاماتو دپاره څلور زره او نهه سوه ډالر ورکړي وؤ او امريکا ته دتگ څخه وروستو هم ورته دوه کرته طالبانو پيسې ليږلې وې.
هغه وويل مورنۍ ژبه يې پښتو ده او په وزيرستان کې به يې طالبانو سره هم په پښتو ژبه خبرې کولې.
دفيصل شهزاد دوينا په مخې دطالبانو تحريک سره په اردو ژبه هم دبمونو جوړولو چاپ شوې کتابچې موجود وې خو هغه په اردو زيات نۀ پوهيدو ځکه نو دغه کتابچې يې په انگريزۍ کې ترجمه کړې او دهغې دکمپيوټر دفائل جوړولو څخه وروستو يې دځان سره امريکا ته يوړې.
دهغه وينا وه امريکا ته دراتللو څخه وروستو يې کنيټکټ په ښار برج پورټ کې داستوگنې دپاره کور په کرايه ونيولو او دبمونو جوړولو سامان راغونډول يې پيل کړل، چې په دغه کار ورڅخه دفرورۍ نه نيولې داپريل 2010ء پورې وخت مصرف شو او اخر هم دبم په جوړولو بريالى شو.
شهزاد درې بيلا بيل بمونه په يو گاډي کې ايښودي وؤ : په دغو کې يو دڅرې څخه جوړ شوى ؤ، دوهم دگاز دټينکۍ او دريم دپيټرولو جوړ ؤ.
دچاؤديدونکو موادو څخه ډک دغه گاډى هغه پخپله په يکم مئ ټائمز سکوائر ته بوتللى ؤ او ددريواړو بمونو دفيوزونو سوځولو څخه وروستو په دوؤ دقيقو کې دگاډي څخه وتلى او دريل سټيشن په لوري تللى ؤ.
هغه وويل لا دريل سټيشن ته روان ؤ چې په لاره يې دبم دچاؤدنې داواز اوريدو انتظار کولو او کله چې يې دبم اواز وانۀ وريدو نو پوهه شو چې دغه بم نۀ دى چاؤدلى.
فيصل شهزاد زياته کړه ددغه پيښې څخه دوه ورځې وروستو چې يې دپيښې په اړه خبرونه واوريدل نو پوهه شو چې پوليس دهغه درک لگولى او هغه سمدستي دتيښتې په اراده ائرپورټ ته روان شوى ؤ.
هغه ايله دوبۍ ته په روان جهاز کې کښيناستو چې پوليس ونيولو.
دشهزاد له مخې هرڅو کۀ هغه دامريکائي قوانينو څخه سرغړونه کړې ده خو هر څه چې يې کړي دي هغه ورته جرم نۀ ښکاري.
فيصل شهزاد ته به په 5م اکتوبر سزا اورول کيږي او په نوموړي چې کوم لس تورونه په محکمه کې لگول شوي دي هغې کې پينځه تورونه داسې دي چې شهزاد پرې دعمري بند سره مخ کيدى شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG