د اتوار په ورځ د نائجيريا پايتخت کې د کرسمس په موقع يوه درنه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 15 کسان وژل شوي.
د پايتخت ابوجه څخ بهر دچاؤدنې ځايې کې بدنظمي خوره شوې، ځوانانو ډزې پيل کړي او په يو نزدې پوليس سټيشن يې دبريد دړکه ورکړې.
پوليسو دهغوي دخورولو لپاره په هوا کې ځوابي ډزې کړي، دمړو او ژوبلو کسانو هسپتالونو ته وړلو لپاره گاډي سيمې ته رسيدلي دي.
دنيشنل ايمرجنسي منيجمنټ ايجنسۍ وياند يوشو شعيب دغه پيښه شکمنه بمي چاؤدنه گرځولې او يواځې دلسو کسانو دمړينې پخلى يې کړى خو دامدادي ډلو ترمخه پيښه کې پينځلس کسان وژل شوي.
دځينو اطلاعاتو ترمخه پيښه کې 25 کسان وژل شوي.
تيره ورځ په نائجيريا کې دپوځ يو وياند وئيلي وؤ دماتورو او ميدگري ښارونو کې دبوکو حرم جنگيالو پوځ سره نښتې کړي ، چې ددغه ځايې څخه عيني شاهدانو دتوپ خانې دډزو او چاؤدنو اطلاع ورکړوؤ، دغو نښتو کې خواؤشا 60 کسان وژل شوي وؤ.
نائجيريا : چرچ کې بمي چاؤدنې 15 کسان وژلي