د امريکې د ساوت کېرولاینا ریاست پخوانۍ ګورنرې نېکي هېلي چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د متحده قومونو دپاره د امریکې استازي ټاکلې وه، د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې يې د ټرمپ خلاف د ودرېدو اعلان کړی دی.
۵۱ کلنې هېلي په سوشل ميډیا د وډیو دلارې په صدارتي انتخاب کې د شرکت اعلان وکړو او ويې وېل د واکمن ډېموکرېټ پارټۍ صدر جویایډن د حکومت رېکارډ خراب دی او د نوي کل د قیادت وخت راغلی دی.
په وډیو پېغام کې هېلي د خپل پس منظر ذکر وکړو چې د هندي پنجاب د سېک مور او پلار لور ده، د ۲۰۱۱ نه تر د ۲۰۱۷ پورې د ساوت کېرولاینا ګورنره وه، بیا يې استعفا ورکړه او د هغه وخت صدر ټرمپ د متحده قومون دپاره د امریکې سفیره وټاکله. هغه په دغه چوکۍ د ۲۰۱۷ نه تر د ۲۰۱۸ پورې پاتې شوه.
هېلي وویل هغه به کوښښ کوي چې په صدارتي انتخاب کې د ټرمپ په شان د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کړي.
ټرمپ د نومبر په میاشت کې بیا د صدر جوړېدو دپاره په اینده صدارتي انتخاب کې د برخه اخیستلو اعلان کړی دی.
هېلي یو وخت ویلي وو که ټرمپ چېرې بیا د صدارت امیدوار جوړېږي نه هغه به په انتخاب کې برخه نه اخلي.
هغې په وډیو پېغام کې د ټرمپ ذکر و نه کړو خو د ډېموکرېټک پارټۍ په مشرانو يې ټکونه وکړل چې پکې صدر بایډن، نایب صدره کاملا هېرېس، د کانګرس پخوانۍ سپيکره نېنسي پلوسي، سېنېټر برني سېنډرز او نیویارک نه د کانګرس غړي اوکېسیو کورټېز شامل وو.
د وي او ای رپورټ وايي په صدارتي انتخاب کې ودرېدو دپاره د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کولو دپاره به د امیداوارانو فهرست اوږد وي ځکه چې د هېلي ترڅنګ پخواني نایب صدر مایک پېنس، د امریکې پخواني خارجه وزیر مایک پامپېیو او د ساوت کېرولاینا نه د سېنېټ غړي ټیم سکاټ په صدارتي انتخاب کې د شرکت ارادې څرګندي کړي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي