لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان اسمبلۍ سپيکر په ضد دبې باورۍ تحريک

Du khách nước ngoài xem các mảnh của căn hầm Tướng Pháp De Castries tại Điện Biên Phủ trong Viện Bảo tàng Hà Nội.
Du khách nước ngoài xem các mảnh của căn hầm Tướng Pháp De Castries tại Điện Biên Phủ trong Viện Bảo tàng Hà Nội.
دپاکستان دبلوچستان صوبائي اسمبلۍدسپيکر اسلم بهوتاني په ضد دبې باورۍ تحريک درايې په اکثريت سره منظور کړى دى.
داسلم بهوتاني په ضد وړاندې کړل شوي دبې باورۍ ددغه تحريک په حق کې داسمبلۍ 47ؤ غړو خپله رايې کارولې او په مخالفت کې يې يواځې يو ووټ اچول شوى.
دبلوچستان دصوبائي اسمبلۍ دټولو چوکو شميره 64 ده چې دهغوي څخه نن يواځې 48ؤ کسانو دووټ استعمال کړى دى.
دبلوچستان دوزيراعلي نواب اسلم رئيساني او اسمبلۍ دسپيکر اسلم بهوتاني ترمينځ هاغه مهال اختلافاتو کې شدت رامينځته شوى ؤ کله چې ښاغلي بهوتاني دسترې محکمې ديو امر په رڼا کې دوزيراعلي لخوا داسمبلۍ دغونډې په رابللو دانديښنو څرگندونه او داسمبلۍ دمشرۍ څخه انکار وکړو.
دووټونو دشميرلو وروستو ډپټي سپيکر سيد عطاء الله اغا وويل چې بهوتاني اوس دصوبائي اسمبلۍ سپيکر نۀدى پاتې شوى.
داسلم بهوتاني په ضد دبې باورۍ ددغه تحريک دمنظورۍ وروستو دبلوچستان وزيراعلي نواب اسلم رئيساني وئيلي دي چې هغه دچا په بدقسمتۍ دخوشحالۍ څرگندونه نۀ شي کولى.
وزيراعلي زياته کړې ده چې دصوبائي اسمبلۍ دنوي سپيکر دټاکلو لپاره به ډير زر يوه غونډه راوبللى شي.
له دې وړاندې دگل په ورځ بهوتاني وئيلي وؤ چې که چرې دهغه په ضد دبې باورۍ تحريک کې په غيرائيني توگه ووټونه واچولى شول نو هغه به عدالتونو ته مراجعه کوي.
خبريالانو سره په خبرو کې هغه وئيلي دي چې ددغه تحريک په راوړاندې کولو سره دائيني خلاف ورزي شوې.
هغه وويل تحريک زما په ضد وروستو له هغې وړاندې کړى شو چې ما دريځ خپل کړو سپريم کورټ دبلوچستان حکومت غيرائيني گرځولى نو ځکه تر هغې به دبلوچستان اسمبلۍ دغونډې مشري نۀ کووم ترڅو چې دصوبائي حکومت حيثيت نۀ وي په ډاگه شوى.
بهوتاني وويل چې دبې باورۍدتحريک دراوړاندې کوونکو ملاتړ وزيراعلي کوي، دبلوچستان دحکومت تاکتيکونه زما داصولي دريځ مخه نۀ شي نيولى.
• 16x9 Image

فاروق فراق

فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG