لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس: داسې څه شواهد نه لروو چې روس د طالبانو نه وسله غوښتې


د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان،  د 2022 یو رپورټ دا تاید کړې وه چې د کال 2021  د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو د انخلا وروسته د اووه بېلین مالیت پوځي ساز او سامان د طالبانو په لاس ورغلی
د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان،  د 2022 یو رپورټ دا تاید کړې وه چې د کال 2021  د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو د انخلا وروسته د اووه بېلین مالیت پوځي ساز او سامان د طالبانو په لاس ورغلی

وایټ هاوس ویلي داسې څه شواهد نه لري چې د دې شایع شویو رپورټونو تصدیق وکړي چې روس د افغان طالبانو نه مرسته غوښتې ده.

د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د امریکې د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي د جمعې په ورځ وي او ای ته وویل دې رپورټ تصدیق نه شي کولی چې روس د طالبانو امداد غوښتی دی.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، د 2022 یو رپورټ دا تاید کړې وه چې د کال 2021 د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو د انخلا وروسته د اووه بېلین مالیت پوځي ساز او سامان د طالبانو په لاس ورغلو.

په دغه پوځي ساز او سامان کط هوايي جهازونه، موټرې، ګوله بارود، ټوپکې او د مواصلاتو الات شامل وو چې کربي او نور چارواکي وايي د امریکې نه بلکې د افغانستان د نسکور شوي حکومت ملکیت و.

د پېنګان ترمخه د امریکايي ځواکونو په استعمال کې زیاتره ساز او سامان افغانستان نه امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال ناکاره کړی شو.

جان کربي وویل "مونږ ته په کره توګه نه ده معلومه چې هغه ټول نظامونه (چې د طالبانو په لاس ورغلي) چیرته دي او څنګه استعمالېږي."

هغه زیاته کړه "یقیناً مونږ داسې څه نخښې نښانې نه لروو چې طالبان دغه (ساز او سامان) برامد کولو ته رضا مند شوي."

د طالبانو د خارجه وزارت نایب ترجمان ضیا احمد تکل د دې خبرې تردید وکړو چې طالبان روس ته وسله ورکوي. هغه وي او ای ته وویل "دا رپورټ دروغ دی."

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا د چارو ماهر مایکل کوګلمېن د طالبان په لاس ورغلي امریکايي وسله د مختلفو عناصرو دپاره د لچسپۍ وړ ده.

د وي او ای سره خبرو کې کوګلمېن وویل ګمان نه کوي چې طالبان به امریکايي وسله روس ته ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو نه د روس د غوښتنې امکان نه شي ردېدی خو د طالبانو توجه په خپل پوځ جوړولو ده او د ملک دننه د داعش او د مزاحمت ملي جبهې په شان مسلو سره مخامخ دي.

د سېنټر فار سټرېټیجک اېنډ انټرنېشنل سډیز د نړیوالې مطالعې پروګرام مشیر مارک کېشین وايي روس چې په اوکراین کې کومې وسله ته ضرورت لري هغه مزایلې او د توپخانې ګولې دي چې امریکې په افغانستان کې نه دي پرېښودي.

ځينې څېړونکي وايي روس د طالبانو هېلې کاپټرې استعمالولی شي خو طالبان به د خپلو مفاداتو په خاطر دغه اثاثې دلاسه نه ورکوي. هم دغه شان څېړونکي وايي د طالبانو په ولکه کې بکتر موټرې یا نوري وړې وسلې د روس نظام سره سمون نه خوري.

په اوکراین د روس د یرغل یو کال پوره کېږي او روس د خپل پوځي صلاحیت برقرار ساتلو دپاره د ایران او شمالي کوریا په شمول د نورو ملکونو نه مرسته غوښتې ده.

روس ته ډرون جهازونه ورکولو په سر امریکې په ایران بندیزونه لګولي دی او په شمالي کوریا هم پابندۍ زیاتوي ځکه چې شمالي کوریا د روس د کرايي پوځ واګنر ګروپ ته مزایلې او راکټې ورکړي دي.

ایران ویلي ډرون یې په اوکراین د یرغل نه وړاندې روس ته کړي وو او ماسکو دا خبره ردوي چې په اوکراین کې د ایران جوړ ډرون استعمالوي. شمالي کوریا او واګنر ګروپ هم د امریکې الزامات رد کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو ویدا کاستوار او سید عزیر رحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG