لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په چينايانو د کېدونکو اکثره بريدونو ذمه واري وسلوالې ډلې ولې نه قبلوي؟


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د خالي په ورځ د وفاقي کابينې په غونډه کې ويلي په بشام کې په چينایي انجنېرانو د بريد کوونکو پشا ولاړ قوتونه نه غواړي چې د چين او پاکستان اړيکي او دوستي په وړاندي لاړه شي خو نن پنځمه ورځ ده چې کومي وسلوالي ډلي ددغو چينايي انجنئيرانو د وژني ذمه واري نه ده منلې.

دا ٖړومبى ځل نه دى چې په پاکستان کې په چينايي انجنئيرانو د بريد ذمه واري نه ده منل شوې په کال ٢٠٢١م کې په داسو کې په چينايي انجنئيرانو دشوي بريد ذمه واري هم لا تراوسه چا پغاړه نه ده اخستې ـ

څيړونکي وايي په بلوچستان کې د کېدونکو داسې اکثره بريدونه ذمه واري بلوچ ليبريشن ارمي يا بي ايل اي په غاړه اخلي او په پښتونخوا کې اکثره عامې بمي چاودنې يا په امنيتي ځواکونو ترسره کېدونکي بريدونه تحريک طالبان پاکستان قبلوي ـ

خبريال مشتاق يوسفزى وايي د داسو او بشام د دواړو پيښو ذمه واري د کومي وسلوالي ډلي له لوري نه منل کيدل دا تاثر خپروي چې ګنې ددې بريدونو په شا لاس لرونکي قوتونه نه غواړي چې چين پرضد د پاکستان سره ودريږي:

‘‘د چينيانو په ضد چې کومې حملې وشوې د هغې پاکستاني ادارو ته شک نشته هغوي دا وايي چې مونږ ته معلوم دي چې څوک دا کوي او څوک يې په شا باندي دي خو ذمه واري يې ځکه څوک نه اخلي چې د پاکستاني طالبانو ليډر شپ په افغانستان کې دى او پاکستان ته به دا ډيره ګرانه شي چې هغه يواځي هلته د هغه خلکو خلاف کارروايي وکړي ".

ډيوه سره خبرو کې ښاغلى يوسفزى وايي "د پاکستان له لوري کارروايي ممکن نه ده، نه د هغوي غټ غټ کېمپونه شته، نه د هغوي چې کوم مشران دي هغه ښکاره ګرځي نو کوم خلک چې د هغوي پشا دي که فرض که هغه ددي ذمه واري واخلي نو بيا به پاکستان د چين مرسته ترلاسه کړي او بيا به په افغان طالبانو د هغي فشار ډير زيات راځي‘‘.

څيړونکي زياتوي تراوسه ناپيژنده وسلوالې ډلې خپله جګړه د پاکستان سره ګڼي، دوي خپل مرام ترلاسه کړى او اوس نه غواړي چې چين هم د دوي خلاف شي نو ځکه دوي د بريد د ذمه وارۍ منلو نه ډډه کوي۔

تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف په پاکستان کې د کيدونکو وسلوالو بريدونو سر چشمه افغانستان بللى و خو افغانستان دا ډول تورونه په تکرار سره ردوي ـ

څيړونکي بيا وايي له هر ترهګريز بريد سمدستي وروسته پاکستان د ترهه ګرۍ پرضد د قوي تګلارو خپلولو ذکر وکړي خو دوام داره پاليسي نه عملي کوي۔

خبريال علي اکبر وايي‘‘که څه ډېر واقعات وشي او يا د پاکستان ډېر غټ مفاد وي نو سمدستي په هغي ډېره زورنه هم راشي او هغې باندي عمل درامد هم کيږي خو بيا څه موده پس د پاکستان پاليسۍ د دهشت ګردو خلاف نرمې شي او چې کله دغه نرمې شي نو بيا دغه ترهه ګر پاکستان کې د هغي نه فايدي واخلي او بيا په پاکستان کې اډي جوړې کړي ".

ډيوه سره خبرو کې هغه وايي "نو دا خبره په خپل ځاي ډيره سمه ده چې د پاکستان ذمه واري جوړيږي چې دوي يو داسي موثره د دهشت ګردي ضد پاليسي جوړه کړي چې هر وخت هغي باندي عمل درامد موجود وي‘‘.

که څه هم پاکستان په چينايي وګړو د بريدونو د ذمه وارانو د معلومولو او د هغوي انجام ته د رسولو ژمنه باربار کوي خو څيړونکي وايي پاکستان چينايي وګړٖو ته پخپله خاوره کې د ورپېښو ګواښونو په ترڅ کې بيا د دوي په ساتنه کې د موجودو امنيتي نيمګړتياو نه ځان نه شي خلاصولي۔

خبريال مشتاق يوسفزى فکر کوي چې پاکستان کې دننه مسلې شته، هغه وايي "دا اوس ډير غټ سوال دى د پاکستان د امنيتي ادارو دپاره چې دومره اهمه قافله روانيږي د اسلام اباد نه "او دومره اهم خلک دي پکې او هغه ځي داسو کوهستان ته نو څنګه دا معلومات رسيږي وسلوالو ته چې دا قافله روانه ده او حمله پرې کيږي".

د پاکستان مطبوعات وايي که څه هم چين پاکستان ته د ترهه ګرۍ د وروستيو بريدونو په سر د افغانستان سره له زغم په ډکو رابطو ساتلو ټينګار کوي خو زياتوي د چين په مفاداتو ترهه ګريز ګوزارونه به د سيمې هېوادونه د ترهګرۍ په ضد يوې ګډې تګ لارې ټاکلو ته وهڅوي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG