لاس رسیدونکی لینک

 
د ملاله یوسفزۍ د زېږېدو ورځ، نوبل جایزه ګټونکي ۲۵ کلنه شوه
تازه خبر

د ملاله یوسفزۍ د زېږېدو ورځ، نوبل جایزه ګټونکي ۲۵ کلنه شوه


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

د امن نوبل جایزه ګټونکي ملاله یوسفزۍ د کال ۱۹۹۷ د جولای په دولسمه نېټه د سوات په مېنګوره ښار کې زېږېدلې ده.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوېټېرېس ترڅنګ د نړۍ مختلفو پيژندل شویو کسانو ملاله ته د هغې د زېږېدنې د ورځ په مناسبت مبارکي ورکړه او د هغې د خدماتو ستاینه یې وکړه.

ګوټېرېس د ټوېټر دلارې ملاله ته د زېږېدنې په ورځ مبارکي ورکړه او ويې وېل په داسې حال کې چې د جینکو د تعلیم په برخه کې خنډان راولاړ شوي دي د مخې نه زیات اوس "ستا د اواز او عزم ضرورت دی."

مېرمنو د تعلیم او حقونو دپاره د غږ پورته کولو په سر ملاله په نړیواله کچه نوم پېدا کړو.

په کال ۲۰۱۲ کې هغه د پاکستاني طالبانو په حمله کې زخمي وشوه خو د دې باوجود هغې د جنیکو د تعلیم دپاره خپل کوښښونه دلاسه ورنکړل او بالاخیر یې د ۱۷ کلونو په عمر کې د امن نوبل انعام وګټلو.

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي هم ملاله ته مبارکي ورکړه.

د امریکې پخواني صدر براک اوباما مېرمن مېشېل اوباما د ملاله د زېږېدو په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل په دې موقع دې مېرمنې خپل احساست شریک کړي چې د ملالې د هلو ځلو قیصه څنګه دوی ته د مخکې تګ حوصله ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG