لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیکان ته د کال ۲۰۱۷م د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه


د اېټمي وسلو د له منځه وړلو نړیوال کمپاین یا آیکان ته د کال ۲۰۱۷مد سولې نوبل جایزه ورکړل شوه.

د ناروې د نوبل کمېټۍ مشرې بیریت ریس انډرسن ددغې جایزې د اعلانولو پرمهال وویل٫٫ مونږ پداسې یوې نړۍ کې ژوند کوو چې د اېټميوسلو د کارولو خطر پکې تر پخوا ډیر شویدی.٬٬

د سولې په ډګر کې د نوبل جایزې د اعلانولو خبر پداسې حال کې وشو چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ایران او شمالي کوریا ته د هغوي د اتومي وړتیاوو په اړه ګواښونه وکړل.

داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر به له ایران سره په اېټمي برخه کې د امریکا لخوا لاسلیک شوی تړون بیرته لغوه کړي ځکه ده تر ټولو بد تړون ګڼلی.

ټرمپ همدارنګه پدې وروستیو کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې، که مجبور شي نو شمالي کوریا به د خپل اېټميپروګرام له امله په بشپړه توګه ویجاړه کړي.

د اېټمي وسلو د له منځه وړلو نړیوال کامپاین (آیکان) په خپلې فیسبوک پاڼه باندې په خپور کړي بیان کې ویلي دي ٫٫ دا مهال نړیوال تاوتریخوالی زیات شوی او د اېټميګواښونو ویره هم ورسره زیاته شویده. همدا یې وخت دی چې هېوادونه له اټومی وسلو سره مخالفت څرګند کړي.٬٬

د نوبل کمېټۍ په خپل بیان کې ویلي آیکان ته ځکه دغه جایزه ورکړل شوه چې دوي هڅه کوي د اېټميوسلو د ممکنه استعمال د ویجاړیو ته د خلکو پام واړوي او په زغرده کار کوي چې ددغو وسلو د کارولو د مخنیوي لپاره یو شمېر نړیوال تړونونه عملي کړي.

آیکان د غیر حکومتي ادارو یو ایتلاف دی چې د نړۍ په سلو هېوادونو کې د اېټميوسلو د بندیز په برخه کې د ملګروملتونو لخوا د وړاندې شوي تړون د عملي کېدو په برخه کې کار کوي.

د اېټميوسلو د نه خپراوي دغه تړون د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې په نیویارک بیا تازه شو خو په دغه تړون کې د اېټميوسلو لونکي هېوادونه لکه امریکا، روس، چین، برتانیه او فرانس نه دي شامل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG