لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د صحت په اړه ګنګوسې خپریږي خو حقیقت نه دی معلوم


تېر کال د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کیم یانګ اون سره لیدلي وو
تېر کال د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کیم یانګ اون سره لیدلي وو

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د تېرو دوو هفتو راهسې نه دی لیدلی شوی او خلک پوښتنې کوي چې هغه کوم ځای دی؟

د وي او ای انګریزۍ څانګه وايي مسله اوس دا ده چې د کېم جونګ اون په اړه پوښتنې ته هر څوک بدل بدل ځواب وايي.

او چې چا کومه ګنګونه اورېدلي وي د دې په رڼا کې ځواب وايي. څوک وايي کېم ځکه نه ښکاري چې زنګون یې اوړېدلی دی، د ګردې ناروغي ورته شوي ده، د زړه اپریشن یې شوی دی، د کرونا وایرس دلاسه قرنطین شوی دی او یا د مزایل په ناکامه تجربه کې زخمي شوی دی خو اوس کېم څنګه دی؟

د ګنګوسو ترمخه کېم یا خو بې هوشه دی، یا خو یې مغزو کار پرېښودی دی او یا دا چې وون سان په ساحلي ښار کې ګرځي.

د تېرې هفتې راهسې د دنیا په مختلفو ملکونو کې په مطبوعاتو کې د کېم جونګ اون په اړه بېلا بېلې ګنګوسې خپرې کړي دي خو یوه هم پکې حقیقت نلري.

دغه ګنګوشي ورځ تر بله زیاتېږي خو دا هېچ چاته نه ده معلومه چې کېم چرته او په څه کې دی؟

کېم په اخېرې ځل د شمالي کوریا سرښار پیانګ یانګ کې د اپرېل به ۱۱ نېټه د واک ګوند د غونډۍ په موقع لیدل شوی و.

د کېم په اړه ګنګوسي په داسې حال کې شروع شوې د اپرېل په ۱۵ نېټه د خپل نیکه د ورځ د لمانځلو په دستوره کې نه و. د کېم نیکه د شمالي کوریا باني ګڼل کیږي او د اپرېل ۱۵ نېټه د رخصتۍ ورځ وي.

۳۶ کلن کېم د صحت مسلې لري. هغه ډیر سګریټ څښي او وزن یې هم زیات دی. خو د نیکه د ورځ د لمانځلو په دستورو کې نه و.

په جنوبي کوریا کې یوې وېب پاڼې تېره هفته د نا څرګنده سرچیني له قوله دا خبر ورکړو چې د اپرېل په ۱۲ نېټه کېم د زړه اپرېشن شوی دی او د پیانګ یانګ نه بهر په یو صحت افزا ځای کې صحت یاب کېږي.

هم په دغه ورځ د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن د امریکايي مامورینو له قوله وویل چې داسې قسم استخباراتي معلومات ویني چې ښايي کېم د اپرېشن نه وروسته په سخت خطر کې دی.

د خالي، شنبې، په ورځ ټي اېم زي نومې د ګپ شپ وېب پاڼې هم د کېم د مرګ خبر خپور کړو چې ورسره سم د ټکو او خنداګانو لړۍ شروع شوه.

شمالي کوریا تر اوسه د کېم په اړه ګنګوسو ته څه ځواب نه دی وېلی او خاموشي یې اختیار کړې ده.

او د شمالي کوریا حکومتي مطبوعاتو داسې نخښې نښانې خپرې کړي چې کېم خپلې حکومتي دندې ترسره کوي خو په اړه یې څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

ځینې څیړونکي ګڼي چې په دومره لویه کچه ګنګوسي کېدل او دې ته د شمالي کوریا خاموشي ښايي چې کېم یا خو ناروغه دی او یا مړ شوی دی.

د امریکې د واک من ریپبلېکن پارټۍ سنیتر لنډسی ګراهم فاکس ټېلې وژن ته وویل نیغ په نیغه معلومات نه لري خو دا به د هغه دپاره د حیرانیتا خبره وي چې کېم مړ او یا ناروغه نه وي ځکه چې ګنګوسي څوک بې ځوابه نه پرېږدي.

خو په جنوبي کوریا کې میشت د شمالي کوریا د چارو څیړونکي ریچل منینګ لي وايي شمالي کوریا د خپل رهبر د صحت په اړه ګنګوسو ته ځواب نه وايي.

په کال ۲۰۱۴ کې هم د کېم د صحت په اړه ګنګوسې خپرې شوې وی ځکه چې هغه ۴۱ ورځې په عام ځای کې نه ولیدل شوی. لي وايي په دغه موقع هم شمالي کوریا د کېم په اړه ګنګوسو ته څه ځواب نه وو وېلی.

په کال ۲۰۰۸ کې د کېم پلار یونګ ال ۵۱ ورځې د عام نظر نه غیب و.

په کال ۲۰۱۴ کې کېم ۴۱ ورځې څرګند شو او په لاس کې یې عمسا وه. په دغه موقع حکومتي مطبوعاتو وویل چې کېم لږه تکلیف محسوس کړی و خو نور تفصیل یې وړاند نکړو.

جنوبي کوریا د کېم د صحت په اړه رپورټونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې د استخباراتي رپورټونو په بنیاد ویلې شي چې په شمالي کوریا کې څه غیرمعمولي حرکت نشته.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG