لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د پي ټي اېم د سيند صوبې مشر نورالله ترین د ترهګرۍ قضيه کې بري شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د سیند صوبې مشر نور الله ترين د ترهګرۍ ضد عدالت په يوه قضيه کې بري کړی دی. ترين د تېر کال اکتوبر د ‏میاشتې راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.‏

د نور الله ترين وکیل قانون پوه قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه ته وویل، "نن د [نهې- سه شنبې په ورځ] د ترهګرۍ ضد عدالت نمبر دويم نورالله ترين د ‏‎2019‎م کال په يوه مقدمه کې بري کړو، دا هغه مقدمه وه چې په نورالله ترين پکې د رياست پرضد د وينا کولو تورونه لګول شوي وو".‏

د پي ټي اېم د سيند صوبې مشر نورالله ترين د تېر کال اکتوبر په میاشت کې د ‏‎30‎‏ ورځو دپاره د (تهري اېم پي او) قانون لاندې نيول شوی او د هغې وروسته ‏پسې بيا نورې مقدمې را ايستل شوې وې.‏

د قادر خان اېډوکېټ سره د پي ټې اېم بلې وکيلې (قانون پوهه) منیزه کاکړ وويل، په نورالله ترين ټولې ‏‎11‎‏ مقدمې ښکاره کړل شوې وې، په دغو مقدمو کې ‏په څلورو کې وړاندې ضمانتونه شوي، په درېو قضيو کې اورېدنې روانې دي په راتلونکو څو ورځو کې به فېصله شي.‏

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې کاکړ وويل، د ترين ضد دوه مقدمې داسې دي چې په هغو کې یې په جېل کې ګرفتاري ښکاره کړل شوې خو نور تفصيل یې ‏مخې ته نه دی راغلی.‏

هغې زياته کړه، په بله يوه مقدمه کې یې په ‏‎29‎مه فرورۍ ضمانت دی.‏

د قادر خان او منيزه کاکړ په وينا په نورالله ترين ټولې مقدمې په کراچۍ کې درج دي، او په ټولو مقدمو کې پرې ټولې يوشان مادې لګول شوي چې ده د ‏رياست پرضد ويناګانې کړي او خلک یې راپارولي دي، او په يادو مقدمو کې نور خلک هم شامل دي خو بندي پکې يواځې ترين دی.‏

خو کاکړه وايي، د پي ټي اېم د سيند صوبې مشر په ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پي ټي اېم د پاکستان د ايين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره ‏پرامنه مبارزه کوي.‏

د پاکستان حکومت او پوځ د وړاندې نه په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا لګيا تحریک دی. ‏

خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي چې پي ټي اېم پرامنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی او د تورونو د ثابتولو دپاره يې د کمېشن ‏جوړولو غوښتنه کړې ده.‏

د پي ټي اېم د اسلام اباد مشر کامران خان وايي، دا وخت د غورځنګ يواځينی بندي تن نورالله ترين دی د ملک په نورو برخو کې د دوی بندي کسان نشته.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د پي ټي اېم په غړو د اسلام اباد ترڅنګ په ټول ملک کې مقدمې درج دي او د دوی ملګري په دغو مقدمو کې ‏وخت په وخت عدالتونو ته وړاندې کيږي.‏

هغه وويل، د پي ټي اېم فعاليتونه او په تنظيم سازۍ یې کار روان دی او خپله مبارزه جاري ساتي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG