لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون بريدونو کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي


شمالي وزيرستان : دډرون بريدونو کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي
شمالي وزيرستان : دډرون بريدونو کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشکمنو بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوي ميزائيلي بريدونو کې لږ ترلږه 6 کسان وژل شوي دي.
دډرون لخوا دغه تازه بريد دشمالي وزيرستان دميرعلي سره نزدې په خيسوره سيمه کې دتندلارو په يو گادي ترسره شوى دى، په دغه گاډي دډرون لخوا دوه ميزائيلونه وداغل شول چې پکې درې تندلاري ووژل شول.
سرچينې وائي پينځلس منټه وروستو چې کله تندلاري دلمړي بريد په امدادي کارونو کې بوخت وؤ په دغه مهال دډرون لخوا په هغوي نور دوه ميزائيلونه وداغل شول چې پکې درې نور تندلاري هم ووژل شول.
شمالي وزيرستان په سيمه کې دموجودې تندروه ډلې حقاني او القاعده سره دتعلق لرونکو جنگيالو مرکز گڼل کيږي او دډرون لخوا اکثره بريدونه دپاکستان هم په دغه قبائيلي سيمه کې ترسره کيږي.
امريکائي چارواکو پاکستان څخه څو څو ځله په شمالي وزيرستان کې دموجودو سلگونو شکمنو جنگيالو په ضد دپوځي عملياتو غوښتنه کړې خو پاکستان وائي دغه عمليات به دمناسب وخت په رارسيدو او خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.
تير کال دپاکستان په قبائيلي سيمو د100ؤ څخه زيات دډرون بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې د 670ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ، خو په کال 2009م کې يواځې 45 دډرون بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې 420 کسان وژل شوي وؤ.
دډرون وروستنى بريد تيره اوونۍ دجنوبي وزيرستان په وانا کې دتندلارو په يوه ځاله ترسره شوى ؤ چې پکې پينځه شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ.
تيره اوونۍ په شمالي وزيرستان کې دپاکستان دپوځ کمانډر ميجر جنرل غفورغيور محمود په لمړي ځل اعتراف کړى ؤ چې دډرون څخه کيدونکو ميزائيلي حملو کې وژل کيدونکي زياتره تندلاري او دالقاعده جنگيالي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG