لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


سيمې ته د ميډيا د نه رسد له کبله د پېښې کره مالومات مخې ته نه دي راغلي
سيمې ته د ميډيا د نه رسد له کبله د پېښې کره مالومات مخې ته نه دي راغلي
د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې نن د نهې په ورځ يوه بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې دوه کسان وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی .
د راپورونو ترمخه دغه چاؤدنه نن سحر د شمالي وزيرستان په مرکز ميران شاه کې يو بازار کې شوې ده ، سرچينې وايې بارودي مواد په بازار کې اېښودل شوي وو . او هغه چاؤل شوي دي . خو پېښه کې د وژل شوؤ کسانو په اړه کره مالومات مخې ته نه دي راغلي .
راپورونه وايي د پېښې ځايي ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او علاقه يې په گېره کې اخيستې ده .
سيمې ته د ميډيا د نه رسد له کبله د پېښې کره مالومات مخې ته نه دي راغلي ، او نه د پېښې پړه چا په سر اخيستې ده .
په قبائيلي سيمه وزيرستان کې په ورستيو کې د تحريک طالبان پاکستان د دوه ډلو شهريار محسود او خان سيد سجنا ترمينځ نښتې شوي دي ، چې پکې د مهمو طالب کمانډرانو په گډون په درځنونو جنگيالي وژل شوي دي .
د شهريار محسود ډله د ټي ټي پي د پخواني وژل شوي مشر حکيم الله محسود پلوي ده ، او د خان سيد سجنا ډله د ولي الرحمان محسود په طرف ده .
سرچينې وايې د دواړه ډلو ترمينځ د تيرو څو ورځو راهسې د نښتو لړۍ دوام لري ، او د دواړو ډلو ترمينځ د علاقې د واک او مشرۍ په سر جهگړه روانه ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG