لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بکاخېلو کې د شمالي وزیرستان کډوال به په دوو میاشتو کې ستانه کړی شي


په کال ٢٠١٥ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د "ضرف عضب" نومې عملیات پېل کړل نو د سیمې د لکونو په شمېره کې اوسیدونکې په کډوالۍ مجبور شو. پوځ د کډوالو دپاره د بنو سره نژدې په بکاخېلو کې کېمپ اباد کړو
په کال ٢٠١٥ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د "ضرف عضب" نومې عملیات پېل کړل نو د سیمې د لکونو په شمېره کې اوسیدونکې په کډوالۍ مجبور شو. پوځ د کډوالو دپاره د بنو سره نژدې په بکاخېلو کې کېمپ اباد کړو

د بنو سره نژدې په بکاخېلو کېمپ کې میشته د شمالي وزیرستان کډوال به په راتلونکو دوو میاشتو کې خپلو سیمو ته ستانه کړی شي. دا خبره د خېبر پښتونخوا حکومت یو چارواکې کړې ده.

چارواکي وایي په بکاخېلو کې دا وخت شا او خوا ٢٣٠٠ زیاتره هغه کورنۍ ژوند کوي چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د پوځ د "ضرب عضب" نومې عملیاتود پېل کېدو په وخت افغانستان ته کډوال شوي وو خو بیا ستانه شول.

د قبایلي ضلعو دپاره د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر مشیر اجمل وزیر په پېښور کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د بکاخېلو او په نورو سیمو کې مېشته د شمالي وزیرستان کډوالو خپلو سیمو ته د ستنولو کار به د مارچ او اپریل د میاشتو پورې سر ته ورسولی شي.

د بکاخېلو په کېمپ کې د کډوالو د کمېټۍ یو غړی وايي د کېمپ استوگن د یو شمېر مسلو سره مخامخ دي.

بلخوا په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو په مهال د امداد حکومتي ادارې اېف ډي ایم ای ترجمان احسان داوړ وویل حکومت د خپل وس سره سم د کډوالو د ضرورتونو پوره کولو هڅې کوي. هغه ومنله چې په کېمپ کې ځېنې ستونزې شته.

د پښتنو د حقونو دپاره کارکونکي وايي په بکاخېلو کې کډوال د گڼ شمېر مسلو سره مخامخ دي. دا هفته د فعالانو یوې ډلې کېمپ ته تگ غوښتلو خو دوی وویل پوځي مامورینو ورته د داخلېدو اجازت ور نکړو. دغه فعالانو بیا پوښتنه کوله چې کډوال په کېمپ او که کوم زندان کې ورځې شپې تېروي.

په کال ٢٠١٥ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د "ضرف عضب" نومې عملیات پېل کړل نو د سیمې د لکونو په شمېره کې اوسیدونکې په کډوالۍ مجبور شو. پوځ د کډوالو دپاره د بنو سره نژدې په بکاخېلو کې کېمپ اباد کړو.

په دې اړه تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال ارشدمومند په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG