لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوالو په بنو کې احتجاجي مظاهره کړې


په بنو کې د شمالي وزیرستان د کډوالو احتجاجي مظاهره
په بنو کې د شمالي وزیرستان د کډوالو احتجاجي مظاهره

د شمالي وزیرستان نه اته کاله وړاندې د ضرب عضب عملیاتو په پایله کې بې کوره شوو کډوالو په بنو کې احتجاجي مظاهره کړې او ویلي يې دي حکومت په کډوالۍ کې له پامه غورځولي او د مرستو د نشتوالي له امله د یو شمېر ستونزو سره مخ دي او د جولایۍ د میاشتې په 25 م نیټه يې پېښور ته د احتجاج کولو ويلي دي.

خو د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وایي د شمالي وزیرستان نیزدې 15000 نه زیاتو رجسترډ کډوالو کورنیو ته هره میاشت د خرڅ خوراک دپاره په کرړونو روپۍ ورکړل کیږي.

د شمالي وزیرستان نه بې کوره کړی شوو کډوال د بنو ښار بیلا بېلو بازرونو تیرېدو پرمهال د حکومت پرضد شعارونه ورکول او د مرستو ترلاسه کولو غوښتنې کولې

دوی ویل څلور غوښتنې لري، یوه دا چې افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان ټول کډوال دې په فوري توګه راستانه کړل شي، دویمه دا چې د افغانستان کوم کډوال د واپسۍ په دې تیرو پړاوونو کې راغلي هغو ته دې د نورو کډوالو په څېر مرستې ورکول شروع کړل شي، د مرستو دا پیسې دې سیوا کړل شي او څلورمه دا چې د کومو کورنیو په دې کډوالۍ کې مرستې تړل شوې دوی ته دې د واپسۍ انتظام وشي یا دې دا بند کړی شوې مرستې پرانستل شي.

د مداخېل قام د حکومت سره د خبرو د پاره ټاکل شوې کمیټۍ یو مشر زکیم وزیر وویل دوی سره د په افغانستان کې د پاکستان په هوایي بمبار کې د کډوالو د وژل کېدو وروسته حکومتي چارواکو دا ټوله غوښتې منلې وې خو تر اوسه په دې یوه ژمنه عمل نه دی شوی.

هغه وویل تر اوسه د دوی احتجاج ته حکومتي چاواکي نه دي راغلي او که په یوه اوونۍ کې د دوی په غوښتو عمل وه نه شو بیا به د روانې جولایۍ د میاشتې په 25 مه نېټه د صوبې مرکز پېښور ته احتجاج کوي.

د افتونو په وخت د انتظام برابرولو ادارې پي ډي ایم اې ویاند احسان داوړ وایي د افغانستان نه په وروستي پړاو کې 7000 کورنۍ راستنې کړل شوي او د دوی د نوم لیکنې وروسته د تصدیق عمل روان دی او چې کله د نادرا نه نصدیق وشي دوی ته به د نورو کډوالو په څېر مرستې ورکړل کیږي .

هغه وویل د مرستو د زیاتولو د تړل شوو مرستو بیا پرانستلو او د کډوالو واپسۍ د صوبې او مرکز حکومتنو سره اړه لري او دغه حکومتونه چې څه فیصله وکړي اداره به یې عملي کوي.

د شمالي وزیرستان یو مشر چې په خپله کډوال دی، ملک شراب خان وایي د 2014 م کال څخه د کډوالۍ ژوند تیر وي او دوی ته اته کاله وړاندې د خپلو سیمو پریښولو په وخت چې کومې مرستې اعلان شوې وې تر اوسه هغه مرستې ورکړل کیږي

هغه وویل دغه مرستې په دې ګرانۍ کې اوس د دوی ضرورتونه نه پوره کوي.

هغه وویل د خوراک څښاک سره د سر سوري، څښلو اوبه او په دې ګرمۍ کې د برېښنا د نشتوالي سره مخامخ دي.

د افتونو په وخت د انتظام ادارې پي ډي ایم ای ویاند احسان داوړ وایي هره میاشت د شمالي وزیرستان نیزدې 15000 نه زیاتو رجسټرډ کورنیو ته د خرڅ خوراک د پاره په کروړونو روپۍ ورکړل کیږي او چې تر څو دوی کډوال وي دا مرستې به روانې وي.

د هغه په خبره هرې رجسترډ کورنۍ ته د میاشتې 8000 روپۍ د خوراک او 12000 روپۍ د خرڅ د پاره موبایل سیم د لارې لیږل کیږي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ اته کاله وړاندې کال 2014م کې د وسله پرضد ضرب عضب عملیات کړي او دعوي کوي د عملیاتو د لارې شمالي وزیرستان د وسله والو څخه پاک کړي دی خو بیا هم په زرګونو شمیره کورنۍ د خپلو سیمو نه لرې د کډوالۍ ژوند په تیرولو مجبورې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG