لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حکومت په شمالي وزیرستان کې په ولسي غونډو پابندي لگولې ده


د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ او د جنوبي وزیرستان د قامی اسمبلۍ غړی علي وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنگ د سر مشران هم دي دا وخت د پېښور په مرکزي جیل کې بند دي

حکومت اعلان کړی دی چې په شمالي وزیرستان کې د قانون ١۴۴ دفعه لگول شوې ده چې ترمخه یې ولسي غونډې نشي کېدلی. په جنوبي وزیرستان کې د وړاندې څخه دغه ډول بندیز پرځای دی.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په ولسي غونډو پابندي په داسې حال کې لگول شوې ده چې په سیمه کې د جولايي په دویمه نېټه د صوبايي اسمبلۍ دپاره انتخابات کېدونکي دي او انتخابي هلې ځلې پېل شوي وې.

د حزب اختلاف سیاسي گوندونو امیدوارانو د تحریک انصاف په حکومت الزام لگولی چې خپلو انتخابي گټو دپاره یې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په ولسي غونډو بندیز لگولی دی. خو تحریک انصاف په سمدستي ډول دغې دععوې ته څه ځواب نه دی ویلی.

د شمالي وزیرستان د ډپټي کمشنر د دفتره څخه جاري شوی بیان وايي په ضلع کې دفعه ١۴۴ د ولس د خیرښېگړې دپاره پرځای کړی شوې ده. بیان وايي په ضلع کې دفعه ١۴۴ د موجوده صورتحال په تناظر کې او د احتجاجي ناستو، مظاهرو، جلسو او ولسي غونډو په موقع د ترهگرۍ د امکان لامله لگول شوې ده.

د شمالي وزیرستان ترڅنگ په جنوبي وزیرستان کې د وړاندې څخه دفعه ١۴۴ پرځای ده. کله چې په یوه علاقه کې دفعه ١۴۴ ولگول شي نو هلته د پنځو او یا د پنځو نه زیات خلک په ولسي ځای کې نشي جمع کېدلی.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په ولسي غونډو دغه بندیز په داسې حال کې هم پرځای کړی شوی دی چې په قومي اسمبلۍ کې د دواړو ضلعو نمایندگان په زندان کې دي.

د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ او د جنوبي وزیرستان د قامی اسمبلۍ غړی علي وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنگ د سر مشران هم دي دا وخت د پېښور په مرکزي جیل کې بند دي.

دواړه اېم این ای گان تېره میاشت د شمالي وزیرستان د خړکمر پېښې په سر نیول شوي دي. پوځ ویلي د پي ټي اېم فعالانو په خړکمر کې په چېک پوسټ ډزې کړې وې. پي ټي ایم دا خبره ردوي، وايي د تحریک پلویان غیر مسلح وو او پوځي عسکرو پرې ډزې وکړې. پوځ په پیښه کې د دریو کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی. پي ټي اېم وايي په پېښه کې ١٣ کسان وژل شوي دي.

د جولايي په دویمه نېټه په خېبرپښتونخوا کې شامل شويو نویو ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ١٦ چوکیو دپاره ووټونه کېدونکې دي خو دخیبر پښتونخوا حکومت د انتخاباتو کمېشن ته تجوزیر وړاندې کړی چې په قبائیلي ضلعو کې دامن دخراب وضعیت اؤ نورو بیلابیلو علتونو له امله دې انتخابات وځنډول شي.

د صوبايي حکومت دغه وړاندیز په داسې حال کې کړی دی چې په قبایلي ضلعو کې کېدونکو انتخاباتو دپاره امیدوارانو ته انتخابي نخښې ورکړی شوې او هلته انتخابي هلې ځلې پېل شوې دي.

حکومتي سرچینو د اتوار، یک شنبې، په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته وویل چې دخیبر پښتونخوا حکومت دټولټاکنو کمیشن ته یو لیک لیږلی چې پکې دکمیشن نه غوښتنه شوې ده چې په دوهمه جولایي کیدونکې دصوبایي اسمبلۍ ټولټاکنې باید ۲۵مې جولایي ته وځنډول شي.

صوبایي حکومت دټولټاکنو ځنډولو علت دا ښودلی چې په قبائیلي ضلعو کې دامنیت وضعه خرابه ده اؤ دپولې دپورې غاړې څخه بریدونه کیږي چې په دغو بریدونو کې دسیاسي مشرانو دپه نخښنه کیدلو هم اندېښنه شته.

دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر ښاغلي شوکت یوسفزي رسنیو ته پخلی کړی چې صوبایي حکومت دټولټاکنو دځنډولو وړاندیز کړی خو هغه وایي چې هرکله ټولټاکنو ته زمینه مساعده شي نو بیا باید دغو سیمو کې ټولټاکنې وکړل شي.

خو مخالف سیاسي ګوندونه بیا دټولټاکنو ځنډول د واکمن ګوند تحریک انصاف یو سازش ګڼي اؤ وایي چې الیکشن کې د ماتې خوړلو داندېښنو له امله حکومت انتخاباتو نه دتېښتې لار ګوري.

په شمالي وزیرستان کې نه یوازې په ولسي غونډو بندیز لگول شوی دی بلکې د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټنی د سیمې د خلکو له قوله وايي شمالي وزیرستان ته د بهر نه د خلکو په ورتگ هم قدغن لگول شوی دی.

XS
SM
MD
LG