لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرچينې: د افغانستان په زلزله کې د شمالي وزيرستان 200 کډوال هم مړه شوي


په افغانستان کې د زلزلې دلاسه له شمالي وزیرستانه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته کډه شوي نزدې 200 کډوال هم مړه شوي دي. په افغانستان کې پرون د شورو/ چهارشنبې په سهار راغلې زلزله کې د رپوټونو ترمخه د 1000 نه زیات کسان مړه شوي دي.

بل لور ته د پاکستان حکومتي چارواکي وایي په لکی مروت کې د یو کور او په شمالي وزیرستان کې یوې پوستې راغورځېدو په پېښه کې یو عسکر او یو ځایي فټبالر وژل شوي دي.

په کراچۍ کې مېشت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی نبي وزیر وایي په ډنګر سیمه کې د دوی د کورنۍ د څلورو ورېرونو په ګډون 35 کسان مړه شوي دي.

هغه وویل د دوی د تړاو د شمالي وزیرستان کابل خېل قبیلې، شیوا تحصیل سره دی او په هغو بې کوره شوو خلکو کې شامل دي چې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو په مهال افغانستان ته کډه شوي وو.

او وي او اي ډیوه ته باوري سرچینو ویلي، د افغانستان خوست صوبې په سپېره ولسوالۍ کې نزدې 30 کسان د شمالي وزیرستان کډوال مړه شوي چې تړاو یې د مداخېل قبیلې سره وو.

سرچینې وایي د پکتیکا صوبې ګیان او بېرمل ولسوالیو ترمینځ په ډنګر سیمه کې د شمالي وزیرستان کډوالو نزدې 600 کورنۍ متاثره کړې چې پکې 170 کسان مړه شوي دي.

خو د شمالي وزيرستان د کډوالو په اړوند چې په زلزله کې مړه شوي، په اړه په افغانستان کې د طالبانو چارواکو يا د پاکستان چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د شمالي وزیرستان د انتظاميې دفتر وایي په زلزله کې کډوالو ته د ځاني زيان اوړېدو مالومات یې تر لاسه کړي خو کره شمېرې يې ونه ويلې او پکتیکا صوبې سره نیزدې پاکستاني چارواکو په موقتي توګه په الوړه منډۍ کې د پاکستان افغانستان پوله يې پرانیستې ده.

د دې ترڅنګ د غلام خان په پوله د ژوبلو کسانو د تګ راتګ انتظامات هم شوی او د امنیتي سرچینو له مخې په سیمه کې جوړ شوي ځانګړي طبي کېمپونو ته به په هیلي کاپټرو کې ژوبل کسان وړل کیږي.

په علاقه کې امنیتي چارواکو وي او اې ډیوه ته ویلي چې په پوله د مړو ښخولو او د زخمیانو په درملنې سره د زلزله ځپلو خلکو ته راشن ورکولو انتظام هم شوی دی.

خو انتظامیه وایي تر دې مهال کوم مړي یا ژوبل کسان پولې ته نه دي راوړل شوي.

نبي وزیر وایي دوی په فوري توګه زخمیان کسان ورګون سیمه کې روغتون ته وړي او مړه شوي کسان هلته خاورو ته سپارل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند بيرسټر محمد علي سيف ويلي، د جنوبي وزيرستان په شولام او توی خوله هسپتالونو او شمالي وزیرستان ميرانشاه کې د ضلعې هيډکوارټر هسپتالونه د ژوبلو د علاج دپاره ځانکړي شوي دي.

هغه ویلي په دغو مرکزونو کې د هډوکو او عملياتو/ اپرېشنونو تکړه ډاکټران او نوره طبي عمله هم پرځایې کړی شوې ده.

د پاکستان د پوځ سرچينو وي او اې ډيوه ته وويل چې د شمالي وزیرستان نه د غلام خان په پوله د انتظامیې په لاس طالب چارواکو ته پينځه ټرکه د مرستو وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG