لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اتمانزو قامي جرګه په شمالي وزیرستان کې د امن غوښتنه کوي


په تېره څه موده کې په شمالي وزیرستان کې د بې امنۍ خلاف په سمیه کې ځايي اوسېدونکو احتجاجونه هم کړي دي

د اتمانزو قامي جرګي غوښتنه کړې چې په شمالي وزیرستان کې امن قایم کړی شي او د علاقې په معدنیاتو او د ځڼغوزو (چلغوزو) په ځنګلونو دې د ځايي قومونو ملکیت تسلیم کړی شي.

خپلې غوښتنې حکومتي مامورینو ته د وړاندې کوولو په غرض د اتمانزو قام ۱‍۵۰ کسیزه ډله جوړه کړی شوي ده چې د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني ترمخه پکې د قام مشران، ځوان، سیاسي فعالان، عالمان او تاجران شامل دي.

حکومتي مامورینو سره به د اتمانزۍ جرګې لیده کاته د اینده میاشت په ۱۹ نېټه کېدونکي دي.

د اتمانزو د جرګی یو غړي جان محمد داوړ وي او ای ډیوه ته وویل څلور بنیادي مطالبې لري چې پکې په سیمه کې د ناامنۍ خاتمه، د وسله والو په ضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په وخت د بې کوره شویو کسانو خپلو کرونه ته بېرته ستنېدل، په سیمه کې په معدنیاتو او د ځڼغوزو په ځنګلونو د پوځ اختیار ختمیدل او د ځايي قومونو حق پرې تسلیمېدل او په سیمه کې د خلکو په تګ راتګ د خڼدانو لرې کېدل شامل دي.

د اتمانزۍ قوم جرګې په سیمه کې د امن خبره په داسې حال کې کړې ده چې حکومتي او پوځي مامورین وايي د ضرب عضب نومې پوځي اپریشن ورسته شمالي وزیرستان د وسله والو نه خالي کړی شوی او په سیمه کې امن او امان پرځای کړی شوی دی خو ځايي اوسېدونکي وايي اوس هم وخت په وخت د تشدد پېښې کیږي او د امن او امان صورتحال د اطمینان وړ نه دی.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني په دي رپورټ کې وړاندې کوي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00


XS
SM
MD
LG