د ناروی حکومت ویلي په اوسلو کې د طالبانو د پلاوي سره په خبرو کې به طالبانو نه د عملي کېدو وړ غوښتنې کولی شي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ورځ به د طالبانو او د مغربي سفارتکارو خبرو ورستۍ ناسته کېږي.
په افغانستان کې د ورستي صورتحال او د بشري مرستو په اړه د خبرو دپاره د طالبانو د موقتي خارجه چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی د خالي، شنبې، د ورځې راهسې د ناروی په سفر دی .دا لومړی ځل دی طالبانو د واکمنېدو نه پس طالب پلاوی د یورپ متنازعه سفر کوي.
نړیوالې ټولنې لا طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په څېر نه دي پیژندلي.
د افغانستان د بشري مرستو لړۍ د پينځلسم اګست نه په دې خوا ودرېدلې ده ځکه ټولې نړيوالې ادارې د ياد هېواد نه لا خو وتلي او لا يې امدادونه ودرولي دي چې د ميلينونو خلکو وضع يې خرابه کړې چې ورسره ورسره لوږه او وچکالي هم ده.ټاکل شوي وه چې په اوسلو کې به طالبان د ناوری د حکومت چارواکو تر څنګ په هېواد کې میشته د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو سره هم ویني.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخهد ناروی وزير خارجه هېنرېک تون ويلي “دا د يو خلاص بحث پيل نه دی. مونږ به غوښتنې په ډاګه کوو او دا به څارو چې هغه غوښتنې پوره کيږي که نه؟
د ناروی خبري ايجنسۍ اين ټي بي وايي غوښتنې دا کېدلی شي چې بشري مرستې نيغ په نېغه افغان ولس ته ورسي او په افغانستان کې د بشري حقونو احترام وشي، په خاصه توګه د ښځو او اقليتونو د حقونو دفاع وشي چې د تعليم او صحت حق ورکړل شي، د کار کولو حق يې ومنل شي او په تګ راتګ کې ورته خنډان نه اچول کيږيد بې درکه کړل شوو فعالانو ښځو شخړه دا خبره هم امکان لري چې ناروی به د طالبانو سره د مدني ټولنې هغو دوو ښځو فعالانو مسله هم راپورته کړي چې په کابل کې تېره اوونۍ د خپلو کورونو نه اوچتې کړل شوي.
د بې درکه کېدو نه وړاندې يادو ښځو په کابل کې په احتجاج کې برخه اخستلې وه خو طالبان د دغو ښځو په نیول کېدو کې د ککړتیا خبره ردوي.طالبان په کال 2001 کې د واک نه لرې کړل شوي وو چې په اګست کې د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته بيا په واک قبضه شوي دي.
ای اېف پي وايي طالبان بنياد ګران دا ګڼي چې په ناروی کې د تړل شوو دروازو په شا کېدوونکې خبرې اترې د دوی په رسميت پېژندنې په لوري يو ګام دی او د دوی د مالي امداد پرانیستل کېدو ته يوه موقع ده .
د طالبانو وزير خارجه امير خان متقي ويلي “ناروی چې مونږ ته دا فرصت برابر کړی دا پخپله يوه لاس ته راوړنه ده ځکه مونږ د نړيوالو سره يو ځای کښېناستل ."
متقي د امريکا، فرانس، جرمني، برطانيه، اټلي، يورپين يونين او د ناروی د نمايندګانو سره هم ليدل کتل کړي.
ناروی ټينګار کوي چې د طالبانو سره ملاقات په معنا نه دی چې ګني طالبان قانوني او په رسميت وپېژندل شوو. د ناروی غونډه چې پکې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ځينې د ځينې څېړونکو او بهر مېشت افغانانو د نيوکو سره مخ ده .د ملګرو ملتونو د شمارو تر مخه د افغانستان د نیمايي نه زیاته ابادي د لوږې سره مخامخ ده خو د مرستو بحالولو په لړ کې نړيواله ټولنه دې ته انتظار کوي چې طالبان څه رنګه حکومت چلوي.
یادونه: د دې رپورټ دپاره معلومات د ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي