لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالې امدادي ادارې وايي مغربي ملکونه دې کابل ته خپل سفارتکاران ولېږي

د کډوالو د کونسل اېن آر سي مشر جان اېګلنډ د اتوار په ورځ پخپل يو ټويټ کې ليکلي، "مونږه دې ته اړتيا لرو چې غربي نړۍ دې افغانستان ته خپل سفارتکاران واستوي چې د هېواد د واکمنو سره په دې مسلو خبرې اوکړي، مونږه په دې سخت بحران کې بيخي يواځې يو."

نړيوالې امدادی ادارې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د سخت دریځه پالیسيو نه مايوسه شوي او وايي‌ پکار ده چې غربي ملکونه کابل ته خپل سفارتکاران واستوي.

طالبانو د کال ۲۰۲۱ د اګست په مياشت کې د کابل واک نيولی خو په تېرو ۱۶ مياشتو کې تراوسه يو ملک یې هم حکومت په رسميت نه دی منلی.

نړيوال مشران وايي‌ تر څو چې طالبانو ښځو او جينکو ته حقونه نه وي ورکړي او پخپل حکومت کې يې ټولو اړونده ډلو ته برخه نه وي ورکړې تر هغې به په کابل کې دطالبانو حکومت نه منل کېږي.

طالبان پخپلو سختو پاليسو کلک ولاړ دي او د جينکو سکولونه او په ښځو يې کارونه او يواځې د سفر بنديزونه په ځای ساتلي دي.

خو نړيوالې امدادي ادارې چې په افغانستان کې په لويه کچه د خوراک د بحران سره مخ خلکو په مرستو بوخت د ي وايي پکار ده چې غربي نړۍ د لوږو سره مخ افغان اولس په خاطر د طالبانو سره سفارتي اړيکې سمې کړي.

د کډوالو د کونسل اېن آر سي مشر جان اېګلنډ د اتوار په ورځ پخپل يو ټويټ کې ليکلي، "مونږه دې ته اړتيا لرو چې غربي نړۍ دې افغانستان ته خپل سفارتکاران واستوي چې د هېواد د واکمنو سره په دې مسلو خبرې اوکړي، مونږه په دې سخت بحران کې بيخي يواځې يو."

نوموړي تېره هفته خبرداری کړی و چې په ښځو د کاربنديز لګولو سره طالبانو نزدې شپږ ميلينه افغانان د لوږو سره مخ کړي او شپږ لکه ماشومان په کارکولو مجبوره شوي دي.

د اېشيا او يورپ د پاره د کډوالو د کونسل اېن آر سي ډاېرېکټر اېډم کمبز هم د دغې خبرې تايد کړی نوموړي وي او ای سره په مرکه کې ويلي،

" مونږه ته دې خبرې ډېر احساس دی چې طالبان يواځې کول د مسلې حل نه دی بلکه په افغانستان کې د نړيوالو سفارتي هلې ځلې به بشري مرستې آسانې کړي"

هر څه که امدادي‌ ادارې په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي په خاطر غواړي چې غربي نړۍ کابل ته خپل سفارتکاران واستوي‌ خو څيړونکي اندېښمن دي چې دا به د طالبانو په زرو نيول شوی حکومت په رسميت پېژندلو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان د پاره پخوانی سفير او د امريکن اکېډمي مشر رونالډ نيومن وي او ای ته ویلي،

"طالبان به ارو مرو د امريکايي سفارتکارانو ورتګ د دوي په رسميت پېژندلو په لور يو ګام ګڼي، او دې سره به نور ملکونه هم ډاډه شي‌چې کابل ته خپل سفيران واستوي،"

څيړونکي وايي‌ د طالبانو د خودسره امارت مشر هېبت الله اخونزاده د کابل نه ۵۰۰ کلوميټره لرې په قندهار کې ناست دی او هغه خپل اولس ته هم نه مخامخ کېږي نو د بهرني استازو سره به څه خبرې اوکړي، ځکه سفارتي هلې ځلې به دومره ګټې او نه کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG