د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ويلي د کابل ايرپورټ د مرګوني بريد ماسټر ماينډ د طالبانو په عملياتو د وژلو دعوه يوه حربه ده چې طالبان پرې نړۍ تېرويستل غواړي.
د يو شمېر افغان سياسي او د وسله وال مقاومت ډلو نمايندګان په ويانا کې تر دريو ورځو پورې يو ځای وو چې د افغانستان د راتلونکي په اړه غور فکر وکړي.
د غونډې په ختمېدو احمد مسعود يو ګډ خبرې کانفرنس ته وويل طالبانو د داعش د ماسټر ماينډ د وژلو دعوه په داسې وخت کې کړې چې نړۍ د دوی نه غوښتنې کوي او طالبان نه يواځې د هغې نه مخ اړوي بلکې د طالبانو او داعش نطريه د بدبختۍ نه يوه ده.
هغه وويل “د بد بختۍ نه د طالبانو او داعش چلن او نظريه يوه ده او دوی د يوې سيکې دوه مخونه دي”.
د کال 2021 په اګست کې په کابل هوايي ډګر ځانمرګی بريد شوی و چې پکې 170 افغانان او 13 امريکايي پوځيان وژلي شوي وو.
د يو شمېر امريکايي چارواکو په وينا د ځانمرګي بريد پلان جوړونکی د طالبانو په عملياتو کې د افغانستان په سويلي سيمو کې وژل شوی.
احمد مسعود خبريالانو ته وويل دوی د خبرو اترو دروازې کله هم نه دي بندې کړي او ژمنه يې وکړه چې ټول وسله وال مقاومت به ودروي که چرې طالبان د متحده قامونو د څار لاندې د جمهوريت د لارې انتخابونو ته تيار شي.
د وايټ وهاوس وياند جان کربي ويلي طالبانو په زمکني عملياتو کې د اسلامک سټيټ دغه مهم تن چې د کابل هوايي ډګر د امريکا د افغانستان د بد نظمۍ په حالت کې د وتلو په موقع په مرګوني بريد کې ککړ و اوس وژلی شوی دی.
کربي ويلي د داعش دا لوړ پوړی چارواکی وژل به د يادې ډلې اخري تن ثابت نه شي چې مړ شو ځکه د طالبانو او داعش دښمني لا روانه ده.
کيربي وايي “دا دواړه ډلې، طالبان او داعش د يو بل وژونکي دښمنان دي او دا د امريکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو نه هم د مخکې نه راروانه دښمني ده”.
یادونه: د دې خبر ځينې معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي