د ايران په پاکستان کې بريد او بيا د پاکستان د ځوابي برېد وروسته د نګران وزیراعظم په مشرۍ د قامي سلامتیا د کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې، "د پاکستان د واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا خرابولو هر ډول هڅې ته په پوره قوت سره جواب ورکولی شي".
د جمعې په ورځ د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ اول د قامي سلامتيا غونډه شوې ده. د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه په غونډه کې د پاکستان او ايران ترمنځه په موجوده حالاتو، د پاکستنا د پوځ په کردار او سيمې د امنيت په موضوع خبرې شوي دي.
هم د جمعې په ورځ نګران وزیراعظم د نګران کابينې د غونډې مشري وکړه.
وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د بهرنیو چارو نګران وزیر جلیل عباس جېلاني د خپل ایراني هم منصب حسین امیر عبداللهیان سره په ټېلې فون خبرې کړي او دواړه د سولې مفاهمت ته رسېدلي دي.
د پاکستان خارجه وزارت د جمعې په ورځ یو بیان کې ویلي، دواړه خارجه وزیران متفق شول چې د ترهګرۍ او د دوه اړخیزه تشویش په نورو مسلو په لوړ کچه همکاري به مضبوطوي. "دوی تاوتریخوالی په کمولو هم متفق شول"
دواړو خارجه وزیرانو د یو بل ملکونو ته د خپلو سفيرانو ستنولو په موضوع هم خبرې کړي دي.
ویل شوي، "دواړه ملکونو بايد د سيمه ييز امن او ثبات دپاره امنيتي اندېښنې لري کړي او د ترهګرۍ د مخنيوي عزم یې څرګند کړی دی".
د قامي سلامتیا د کمېټۍ په غونډه کې مرکزي وزیرانو، د پوځ او استخباراتي ادارو مشرانو ګډون کړی دی.
له دغې وروسته بيا د مرکزي کابينې غونډه کې هم په دغه موضوع خبرې شوي، او ويل شوي "پاکستان د ټولو ګاونډي هيوادونو سره ښې اړیکې غواړي، د پاکستان او ايران په ګټه کې ده چې د خپلو تعلقاتو بحالو دپاره اقدامات وکړي کوم چې د 16مې جنورۍ نه وړاندې وو".
ويل شوي، "پاکستان به د ایران لخوا ټولو مثبته اقداماتو هرکلی کوي".
په 16مه جنورۍ ايران ویلي، ځواکونو یې د پاکستان په پنجګور سیمه کې د مزایل او ډرون حمله کړې وه. ایراني مطبوعاتو ویلي وو په حمله کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه تباه کړی شوی وو.
خو پاکستان د ایران د حملې غندنه کړې او ويلي يې وو، په حمله کې دوه ماشومان ووژل شوو او څو نور ملکي کسان زخمیان شوي وو.
د ایران د حملې په ځواب کې د پاکستان پوځ په 18مه جنورۍ ویلي وو، د ايران په سېستان بلوچستان کې "د استخباراتي معلوماتو په اساس د (مرګ بر سرمچار) په نوم عملیاتو کې د بلوچستان لبرېشن ارمي (بي اېل اې) او بلوچستان لبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) پټې ځالې په کاميابۍ سره په نخښه شوي دي".
د پاکستان پوځ په بريدونو کې د مرګ ژوبلو کومې شمېرې نه وې شريکې کړې، او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم کره شمېرې نه وې ویلي، خو د څو ترهګرو وژلو یې ويلي وو.
خو د ایران ایرنا خبري ادارې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي ويلي،"د پاکستان په بريد کې نهه تنه بهرني وګړي وژل شوي، چې پکې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي شامل دي او دغه برید د ايران د پولې نه څلور کلوميټره دننه شوی دی".
Forum