لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېن اېس سي په خېبرپښتونخوا کې د تشدد د ورستیو پېښو او د ټي ټي پي په فعالیتونو غور وکړو


وزیراعظم شهبازشریف د اېن اېس سي د غونډې مشري وکړه. دا تصویر د پاکستان حکومت د مطبوعاتو د څانګې پي ايي ډي نه اخیستل شوی دی
وزیراعظم شهبازشریف د اېن اېس سي د غونډې مشري وکړه. دا تصویر د پاکستان حکومت د مطبوعاتو د څانګې پي ايي ډي نه اخیستل شوی دی

د پاکستان نېشنل سېکیورټي کمېټي یا د قومي سلامتیا کمېټۍ د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د جمعې په ورځ غونډه کې په خېبرپښتونخوا کې د تشدد د ورستیو پېښو او د وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په فعالیتونو غور وکړو.

د اېن اېس سي د غونډې په اړه حکومتي اعلامیه کې وویل شوو چې استخباراتي ادارو غونډې ته په ملک کې د امنیت د عمومي صورتحال او د امن او امان دپاره د اخیستلو شویو ګامونو حال تېر کړو.

د خارجه چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر په افغانستان کې د صورتحال او د افغان طالبانو سره د پاکستان د رابطو په اړه کمېټۍ ته معلومات ورکړل.

اېن اېس سي په خېبر پښتونخوا کې د امنیت په اړه صورتحال په داسې حال کې غور وکړو چې په ورستیو ورځو کې په صوبه کې د تشدد یو شمېر پېښې شوي او ځینې پکې ټي ټي پي منلي دي. د زیارت، پنجشبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا په کرمه ضلع کې د امنیتي ځواکونو او د وسله والو په جګړه کې درې امنیتي عسکر ووژل شوو او 10 زخمیان شول.

د ساوت ايشن ټيررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه چې په جنوبي اېشیا کې د امن او امان په صورتحال څېړنه کوي، په خپل یو رپورټ کې ویلي دي په پاکستان کې د کال 2021 په مقابل کې په کال 2022 کې د وسله والو بريدونه زيات شوي او تر ټولو زيات بريدونه په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.

څيړونکي وايي د وسله والو سره خبرو او په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ترهګري زياته شوې او د داعش خراسان په شان ډلې عمليات هم سېوا شوي دي.

د ساوت ايشين ټېررزم پورټل نومې ترمخه "په کال 2022 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 361 پېښې شوي چې پکې 959 تنان وژل شوي دي، په دې کې 229 عام وګړې، 374 د امنيتي ځواکونو اهلکار او 356 ترهګر/ تندلاري وژل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ټي ټي پي د فعالیتونو په لړ کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره هفته د وي او ای سره مرکه کې ویلي وو چې په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو خلاف عملیات "ناګزیر" دي خو په دې اړه فېصله به اېن اېس سي کوي.

د اېن اېس سي د غونډې نه وړاندې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دپاکستان دپوځ مشر جنرل سیدعاصم منیر د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي اؤ ورسره یې د اېن اېس سي د غونډې په اړه خبرې وکړي. د پاکستاني رسنیو ترمخه په دغه لیدنه کې دواړو مشرانو هیواد کې دامنیت په موجوده وضعیت اؤ دترهګرۍ په سیوا شوؤ پېښو خبرې کړې دي.

دقامي سلامتۍ دکمیټې د غونډې نه دوه ورځې وړاندې دپاکستان دپوځ دکور کمانډرانو غونډه هم د جنرل عاصم منیر په مشرۍ دپېنډۍ په پوځي مرکز کې شوې وه چې دوه ورځې یې دوام کړی ؤ.

دغونډې نه وروسته تېره ورځ پوځ پخپل بیان کې ویلي وؤ دکورکمانډرانو کانفرنس کې پوځي مشرتابه هوډ ښودلی چې دترهګرو په ضد به د ولس دهیلو په اساس پرته له کوم توپیر ګامونه اخلي اؤ ترهګري به له مینځه وړلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تحريک طالبان پاکستان د تېر نومبر میاشت کې د پاکستان سره ترسره کړې ډزبندي ختمه کړې او د خپلو حملو لړۍ یې تر سرښار اسلام اباد رسولې ده.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير په 23م دسمبر شمالي وزیرستان ته سفر کړی و او دغلته یې ویلي وؤ چې د پوځ ټوله توجو په امنیتي حالاتو ده او هوډ یې څرګنده کړی ؤ چې د ترهګرۍ مخه به نيسي او د هغوى د سهولت کارو ترمنځ به جوړ جاړی ماتوي.

د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې ورستو کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي.

یادونه: د دې رپورټ ځینې معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه هم اخیستل شوي‌ دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG