لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ۴ پاکستاني عسکر وژل شوې


په پوځي کانوای د حملې ورستو د ځواکونو او وسله والو په منځ کې جگړه وونښته
په پوځي کانوای د حملې ورستو د ځواکونو او وسله والو په منځ کې جگړه وونښته

د افغانستان سره په سرحد پروت د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځ په قطار باندې دې حملې په نتیجه کې څلور عسکر وژل شوې او نهه نور زخمیان شوې دي او د ځواکونو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوې دي.

پوځي چارواکې وائي د عسکرو په کانوائی یا قطار حمله په داسې مهال شوې چې عسکر د شمالي وزیرستان مرکز‏ي ښار میران شاه نه دته خیلو ته په سفر وو.

په کانوای د حملې په نتیجه کې پوځې کارواکې وائي څلور عسکر وژل شوې او نهه نور زخمیان شوې دي. د ځواکونو په ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوې.

په کانوای د حملې ورستو د پوځ او وسله والو په منځ کې نښتې وونښتې. رپورټونه وائي د جگړې په مهال د مارټر یوه گوله په یو جومات د غورځیدو په نتیجه کې ١٨ کسان زخمیان شوې دي. بله گوله په یو کور غورځیدلې ده او هلته دوه زنانه د زخمیې کیدو رپورټوه راغلې دي.

ددې نه وړاندې د اتوار د غرمې په وخت میران شاه کې د امنیتي عسکرو په یو پوسټ د حملې په نتیجه کې درې عسکر زخمیان شوې وو.

امریکائي چارواکې وائي شمالي وزیرستان د وسله والو مرکز دی چرته نه چې افغانستان کې میشته خارجي او افغان ځواکونو باندې طالبان د حملو منصوبې جوړوي. په وسله والو کې په خصوصي توگه د حقاني ډلې نوم اخستلی کیږي، چې امریکائي چارواکې وائي تر ټولو زیات خطرناکه شبکه ده او په افغان او امریکائي ځواکونو ترسره شوؤ یو شمیر خونړۍ حملو کې لاس لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG