لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کروناوایرس ځپلي نیویارک کې پخپله د ډيوه په خبریال باندې څه تېریږي؟


د وي او اې خبریال، فضل الله چې تاسو ته یې ډېر ځله د نیویارک حالات بیان کړي، پخپله هم د کرونا وایرس د خورېدو له وجې سخت فکرمند دی. هغه په دې لیکنه کې د خپل له نظره، نیویارک او خپل کاري ماحول او موجودو خطرو ته کتلي دي:

فضل الله - نیویارک

د امريکا په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس وبا خونړی شکل خپل کړی دی او تر دې دمه پورې یوازې په دې ښار کې تر ۶۷۸ کسان د دې وبا له امله مړه شوي دي.

د دومره لويې شمېرې مخې ته راتلو وروسته زه هم د لويې ويرې سره مخ يم. تېرې دوه اوونۍ خو مې په مستقله توګه د ډيوه لپاره رپورټونه او د نيويارک د بېلا بېلو سيمو نه نېغ په نیغه د فېسبوک له لارې ويډيويي خپرونې وکړې خو د زيارت په ورځ چې کله په يوه ورځ د سلو کسانو د مړينې خبر په مطبوعاتو کې خپور شو، نو له هغې وروستو لږ په ويره کې شوم او د لږ وخت لپاره په سوچ کې ورغلم چې خدای دې نه کړي چېرته زه د دې مرض ښکار نه شم.

یو وسوسه او شک په زړه کی راپورته شی خو ولی بیا ځان په کار کی مشعول کړم او ځان سره اوویم الله اکبر، او الله ډیر لوې دې او په دی طمع چی خیر به شی. هسی هم د خبریال دا کار وې چی که د امن زمانه وی یا د جنګ، که وبا وي او یا بیړنی حالات، نو دوی خلقو ته حالاتو په اړه تازه معلومات ورکوي.

لکه دا وخت په نيويارک کې حالات دې ته رسېدلي چې په روغتونونو کې د وېنټي لېټرو هم کمی دی، په يو وخت کې دوه کسان يو وېنټي لېټر استعمالوي، د هغې له کبله ډېر خلک د مرګ خُلې ته ورغلي دي.

تېره اوونۍ ځايي اولس د خوراکي شيانو په تکل کې وو، دا مهال خلک په نيويارک ښار کې د صحت په اړه د يو لوی تشويش سره مخ دي، خلک ويرېدلي دي. يو اړخ ته که د صحت د اسانتياو نه ګيلې کوي نو بل اړخ ته په ځينو بازارونو کې د خوراکي شيانو کمی هم دی.

تر دې چې چارواکي هم ګيلې کوي چې د دوی سره د صحت اسانتياوې کمې دي، خلکو لا پکار دی چی بايد احتياط وکړي.

زه په خپله ډېر احتياط کوم او چې څومره هم احتياطي ګامونه دي، پوره هڅه کوم چې پرې پوره پوره عمل وکړم. د نيويارک د حالاتو ملګري او خپل خپلوان د نړيوالو مطبوعاتو له لارې خبرېږي، هم دا وجه ده چې له تېرو څو ورځو راهسې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه په ټيليفون، واټس اپ او فېسبوک مسېنجر پوښتنې کوي، د احتياط کولو وايي او ډېر ملګري پکې دا ګيله هم کوي چې زه بې احتياطي کوم، نو ما سره هم فکر شو.

خو بیا می فکر کاوه چی خلق خبرول او معلومات شریکول یو اړخ ته خپل روزګار تقاضې پوره کول او بل اړخ ته د کور ذمه داري تر سره کول انسان د ویری او اندیښنو نه لاپروا کړي.

د نیویارک مېټرو ګانې د نړۍ یو له ګڼې ګوڼې ډک مېټروګانې دي. خو د کرونا آفت له امله اوس خلک پکې کم لیدل کیږي
د نیویارک مېټرو ګانې د نړۍ یو له ګڼې ګوڼې ډک مېټروګانې دي. خو د کرونا آفت له امله اوس خلک پکې کم لیدل کیږي

تېره ورځ راسره په کور کې خوراکي شيان هم نه و، بس لږ دال او وريژې راسره پرتې وې، خو دا فکر راسره نه وو چی ګني په امريکا کې به د خوراک کمښت راشي. نو هم په دې اړه راته ډاکټر حسن الامين او زما د سختې ملګري سجاد خان او ناصر خان وويل چې د حالاتو څه پته نه لګی نو ځان له لږ خوراکي شيان واخله. ما د دوی ومنله او لږ دال، وريژې، غوښه او مهيان مې راواخستل. اګۍ، پياز، ټماټر او سبزيانې مې هم واخستې.

د خوراکي شیانو په اړه دومره فکر مند نه یم خو د خپل لا پروایی د امله لږ د ويرې سره مخ يم ځکه چی د امریکه په روغتون کی هم د طبی آلاتو کمی دی او بیا دا سوچ کوم چې دا حالات کوم اړخ ته روان دي. اوس داسې لګي چې په راتلونکي وخت کې به حالات نور هم خراب شي.

کرونا وايرس او ټېکنالوجۍ ماشومان هم د وخت نه وړاندې په دې قيصو پوهه کړي دي. تېره ورځ راته خپل شپږ کلن زوی فېضان، چې په خوی خصلت کې ما ته تلی، راته وايي چې "بابا بهر مه ځه، وايرس ګډ شوی، ماسک اچوه او چې کور ته راشې نو لاس په صابون وينځه."

زوی مې دا پوښتنه بيا بيا کوله چي تاسو کور ولې نه کېنې؟ هر وخت بهر ګرځې؟ هغه له مې لا ځواب نه ورکړی چې په خوا کې ورسره ناست زما څلور کلن زوی حمدان وويل، "بابا ګنده بچی دی، د ماما خبره نه اوری."

ما ورته په ځواب کې ويل چې بچو ستاسو بابا هيرو دی نو يو زوی راته په ځواب کې وويل چې بابا ته ‘سپرمېن يې؟‘ ما ورته ويل هر هغه څوک سپرمېن وي چې څوک د مور او پلار خبره اوري، د سکول کار کوي، د خلکو سره په ادب خبرې کوي. کشر زوی مې راته ويل، ‘بابا پوځي او پوليس والا هم سپرمېن وي؟‘ ما ورته ويل چې اصل سپرمېن ډاکټران دي چې دوی د خلکو ژوند بچ کوي، او اصل سپرمېن استاذان دي چې دا ډاکټران، پولس او فوځیان جوړوي.

د مور او پلار له اړخه هم راته ډېر نصيحت وي چې احتياط کوه، چې مور مې راپاڅي او ويده کېږي نو دمونه راباندې اچوي او وايي چې خدای دې په خپل امان کې لره.

تېره ورځ د نيويارک سنټرل پارک کې مې د ډيوه د فېسبوک پاڼې نه نېغ په نېغه خپرونه کوله، له هغې وروستو چې کور ته راغلم نو لږ فکرمند وم، جامې مې بدلې کړې او لږ وخت لپاره په سوچ کې لاړم چې دا به څه کېږي؟

په نیویارک ښار کې د کروناوایرس د وبا خپرېدو په لومړیو ورځو کې، خوراکونه په ځینو دوکانونو کې ختم شول
په نیویارک ښار کې د کروناوایرس د وبا خپرېدو په لومړیو ورځو کې، خوراکونه په ځینو دوکانونو کې ختم شول

يوه اندېښنه چې د بهر ته تللو او کور ته راتللو په وخت مونږ نه پرېږدي هغه دا ده چې کله د يو خبريال په حېث بهر وتل مجبوري شي، خپله احتياطي ګامونه هم اخلو خو بيا ځيني داسې خلکو سره مخامخ شو چې خدای مه کړه هغوی بې احتياطي کوي، دا ويره به زما تر څنګ يو شمېر خلک نفسياتي مريضان هم کړي ځکه چې يو خوا حالات خرابېدو اړخ ته روان دي او بل اړخ ته د مړو شمېر مخ په زياتېدو دی.

د دې ويرې سره ژوند کول ورو ورو ګرانېږي، ځکه چې د خبريالۍ ژوند په کور دننه تېرول ګران دي. له حالاتو د ځان خبرولو لپاره بهر تګ ضروري وي. د خوشحالۍ او اطمينان خبره دا هم ده چې د ډيوه خبريالان له کورونو کار کوي، ما ته هم ويل شوي چې زياتره وخت په کور کې تېروه او له کوره معلومات، رپورټونه او فېسبوکي خپرونې کوه.

يوه د اطمينان بله خبره دا هم ده چې په امريکا کې د مسافرۍ د ژوند تر څنګ ځيني ملګري او مشران هم داسې لرو چې که مونږ چرته يو ځای کې بې احتياطي هم وکړو نو هغوي راته په ګوته کړي.

زه د ډيوه د ټولو خبريالانو مننه کوم چې وخت په وخت يې راته په ټيليفون ويلي چې د ځان خيال ساته. د ډېر ګران او محترم لارښود او زما مشر ورور حمان بونېري وړومبی ټيليفون چې راغلو او ډیر فکرمندي یې وښودله او ډیر نصیحت یې وکړ چی د هر څه نه مهم د ځان خیال ساتل دی نو زړه مې ډیر ښه شو ځکه چې په داسې حال کې څوک حوصله هم درکړي دا لويه خبره ده.

بيا د خپل مشر نفيس ټکر صېب هم ډېره مننه چې وخت په وخت يې راته لار ښودلې، د ځان د خيال ساتلو يې ويلي او بيا بيا د احتياطي ګامونو يادونه يې راته کړې ده.

د دې ترڅنګ د خپلو همکار ملګرو نوشېروان قلندر، محمد عالمګير، افتخارحسېن، ارباب محمود، بارکوال میاخیل، نصير کاکړ، وږمه جالوان، منزه شهيد، نګین شاه، صداقت جان، عدنان رشید، ارشد علی، شعېب زاده، ابراهیم شینواری، ارشد مومند، احسان داوړ او نورو ټولو همکارانو مننه چې وخت په وخت يې نه يواځې تپوس کړی بلکې خپله فکرمندي يې هم ښودلې.

د مشال رېډيو د ډېرو ګرانو ملګرو عبدالحی کاکړ، ګل اياز، او شاهين بونېري هم مننه چې وخت په وخت يې زما په اړه خپله فکرمندي ښودلې او زما پوښتنه يې کړې. د فېسبوک د ملګرو هم مننه چې هر وخت يې راته د خپل ځان د خيال ساتلو ويلي.

په اخره کې بس هم دا هيله، دا دعا چې خدای دې وکړي چې دا خونړۍ وبا ژر تر ژره د انسانانو نه لرې شي او دا دنيا د امن، مينې، محبت، ژوند او مستۍ کور جوړ شي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG