د امریکا صدر براک اوباما د یولسم سېپټمبر کال 2001ء د ترهگرۍ بریدونو د لسمې کلېزې په وخت دغه پېښو کې وژل شوؤ خلکو ، د پېښې ځاې ته لومړۍ رسېدونکي چارواکو او پوځیانو ته د عقیدت پیرزونی وړاندې کړي.
امریکایي قام ته په خپله اوونیز وینا کې د خالي په ورځ صدر اوباما لس کاله وړاندې په نیویارک ښار کې د نړيوال تجارتي مرکز، واشنگټن ډي سي سره نزدې د پوځي هيډکوارټرز پينټاگان او پېنسلوانیا شينکز ويل ښار کې د بهادری گامونو په اړه خبرې وکړی.
ښاغلی اوباما وویل چې په وروستو کالونو کې یې جگړه د القاعده ته نزدې کړی ده او د القاعده لوړې کچې مشران چې اسامه بن لادن هم پکې شامل دی وژلي دي.
د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده مشر اسامه بن لادن د امریکاد ځانگړو ځواکونو په يوه کارروايۍ کې وژل شوى ؤ.
د خالی په ورځ د امریکا پخواني صدر جارج بوش چې د یولسم سېپټمبر کال 2001ء پېښو په وخت د امریکا صدر ؤ د دغه هېواد پوځي مرکز پېنټاگان سره نزدې په یوې یادگاری دستورې کې گډون کړی دی.
د نیویارک پخواني ښاروال روډي جولیاني د ریپبلېکن گوند لخوا اوننیز وینا کې ویلي چې امریکا د یولسم سېټمبر د پېښو نه وروسته اوس نوره زیاته محفوظه ده خو هغه هومره نه ده چې څومره محفوظه پکار ده.
جولیاني وویل چې باید سیاست په دې خبرې اثر اندز نشي چې تر کوم وخت به امریکایي ځواکونو هېواد ته پېښ خطر ختمولو لپاره بهر موجود وي
صدر اوباما وایي په وروستو کالونو کې یې جگړه القاعده ته نزدې کړی