لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک : د نائن اليون د کليزې په مهال صدر اوباما اوصدر بش دعائيه دستورو گډون کړی


د امريکا پخوانى صدر جارج ډبليو بوش دورلډ ټريډ سنټر په مقام صدر اوباما سره يو ځايې شو
د امريکا پخوانى صدر جارج ډبليو بوش دورلډ ټريډ سنټر په مقام صدر اوباما سره يو ځايې شو

نن د اتوار په ورځ دستمبر په يوولسمه نيټه امريکا کې دکال 2001ء دستمبر په يوولسمه نيټه دترسره شوؤ هاغو ترهه گريزو بريدونو 10مه کليزه نمانځل کيږي چې په نتيجه کې يې تر 3,000ؤ پورې امريکائي وگړي وژل شوي وؤ اؤ په نتيجه کې يې افغانستان کې دطالبانو دحکومت په ضد کارروائي پيل شوه.
په دغه ورځ وژل شوؤ زرگونو کسانو ته دعقيدت دپيرزوئينو وړاندې کولو لپاره دستورې کيږي.
لس کاله وړاندې هم په نن ورځ ترهه گرو په امريکا کې دمسافرو وړونکې الوتکې تښتولې او هغه يې په نيويارک کې دورلډ ټريډ سنټر او واشنگټن کې دامريکائي دفاعې محکمې پينټاگون ودانو سره جنگولې وې او يوه تښتول شوې الوتکه په پينسلوينيا رياست کې دپريوتو وروستو تباه شوې وه، په دغو پيښو کې خواؤشا درې زره کسان وژل شوي وؤ.
په دغو دريواړو ځائيونو کې ددعاگانو دستورې کيږي او سرکاري دستوره په نيويارک کې دورلډ ټريډ سنټر په مقام کيږي، بلکل هم په هاغه وخت خاموشي خپلولى شي په کوم وخت چې دوه دمسافرو وړونکې الوتکې دورلډ ټريډسنټر سره جنگيدلې وې.
صدر براک اوباما په دغو دريواړو ځائيونو کې ترسره کيدونکو دعائيه دستورو کې گډون کوي.
امريکائي صدر براک اوباما د اتوار په ورځ د نیویارک په گراؤنډ زيرو کې جوړو دستورو کې گډون کړی دی.
صدر اوباما به وروستو په پايتخت واشنگټن کې ديادونې په يوه دستوره کې وينا کوي.
د امريکا پخوانى صدر جارج ډبليو بش دورلډ ټريډ سنټر په مقام صدر اوباما سره يو ځايې شو.
په دستوره کې دنائن اليون بريدونو کې دوژل شوؤ 3000ؤ کسانو دنومونو اخستل هم پيل شويدي.
لس کاله دمخه دورلډ ټريډ سنټر سره ديوې الوتکې دټکر کيدو په مهال ديوې شيبې لپاره دخاموشۍ اختيارولو وروستو دبُلټ پروف گلاس څخه شاته داودريدو په ترڅ کې صدر اوباما دانجيل يا بائبل څخه د46 ترانه ووئيله، په دغه ترانه کې ووئيل شول خداې زمونږ دحفاظت ځايې او قوت دى.
داتوار په ورځ امريکائي پوځيانو دټول افغانستان په کچه خپلو مرکزونو کې ديوولسم ستمبر کال 2001ء دبريدو قربانيانو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړي.
دجلال اباد په فارورډ اپريټنگ فينټي بيس کې په سلگونو پوځيان ديادونو او دعاگانو په يوه دستوره کې دگډون لپاره سحروختي پاسيدل.
دکال 2001ء تر ختميدو پورې امريکا په افغانستان کې جگړه پيل کړه،دوه کاله وروستو امريکا په عراق هم بريد وکړو.
امريکائي استخباراتي شبکې سي ائي اى ته تيره اوونۍ معلومه شوې وه چې دترهه گريزې ډلې القاعده لخوا په ممکنه توگه دترهه گرۍ کومه پيښه رامينځته کيدى شي ، خود امريکائي صدر براک اوباما وينا ده دترهه گرۍ په ضد امريکا زياته چمتو ده.
دخالي په ورځ پخپله اووۀ نيزه وينا کې صدر براک اوباما ديوولسم ستمبر کال 2001م دترهه گريزو بريدونو ديادونې کولو په ترڅ کې هاغو مامورينو، پوځي ځوانانو او په زرگونو اولسي وگړو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې چې ددغه پيښې دمخې په کولو سره يې خپل ځانونه قربان کړي وؤ.
دتيرو لسو کلونو څخه چې ديوولسم ستمبر ورځ په کوم تريخ او ددردڅخه ډک انداز کې ياد ساتلى شوې ده هغه پخپل ځان کې دکوم ريکارډ څخه کمه نۀ ده، ددغه ورځې يادونه په ريډيو، ټي وي، فلم، اخبارونو، انټرنيټ، رسالو، جريدو، دستاويزاتواو نورو گڼو ذريعو کې يې يادونه خوارۀ خوارۀ پراتۀ دي، تر دې چې کومو خلکو ته خپله دپيداښت ورځ ياده نۀ وي هغوي هم دغه ورځ ياده ساتي.
د څېړونکو په فکر ديوولسم ستمبر پيښه هر کال نړۍ کې دامنيت دټينگښت لپاره دنوي سره دنوي سوچ تقاضا کوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG