لاس رسیدونکی لینک

 
مصر : د کابینې د استفا وروسته هم مظاهرې دوام لري
تازه خبر

مصر : د کابینې د استفا وروسته هم مظاهرې دوام لري


مصر : د کابینې د استفا وروسته هم مظاهرې دوام لري
مصر : د کابینې د استفا وروسته هم مظاهرې دوام لري

مصر کې د صدر حسني مبارک د ديرش کلنې واکمنۍ ختمولو لپاره د خلکو مظاهرې په پېنځمه ورځ هم دوام لري. د جمعې د ورځې د مظاهرو وروسته حسني مبارک په سرکاري ټي وي قام ته په وينا کې د خپلې کابېنې ختمولو او د اصلاحاتو اعلان کړې دې. خو خلک اوس هم مظاهرې کوي او مظاهره چيان مصري صدر نه د استفا ورکولوغوښتنه کوي. پرون د امریکا صدر اوباما مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې د مصر په روان حالاتو یې حسني مبارک سره په ټېلي فون خبرې اترې کړي او ښاغلي مبارک ته یې وئيلي دي چې هغه دې د کوټلو گامونو اخستو سره د مصري اولس سره داصلاحاتو کړې ژمنې پوره کړي.
د دواړو مشرانو ترمينځ دغه خبرې د جمعې په شپه دصدر حسني مبارک په قامي ټيلي ويژن قام ته دوينا سم لاسي وروسته شوي دي.
په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره خبرو کې صدر اوباما وويل هغه مصري حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دمظاهرينو په ضد دې دتشدد څخه ډډه وکړي او دانټر نيټ په شمول دې ټولې مواصلاتي رابطې بحال کړي کومې چې دتير يو شواروز څخه بندې دي.
په مصر کې دمظاهرو پېل کيدو وروسته مصري صدر په لمړي ځل قام ته وينا کړې ده. قام ته په ټي وي خپل وينا کې حسني مبارک د سياسي او اقتصادي اصلاحاتو نافذولو باور ورکړى دى.
هغه دخپلې کابينې تحليلولو سره دخالي په ورځ ديوې نوې کابينې جوړولو ژمنه هم وکړه.
مصري صدر وويل داحتجاجي مظاهرو مقصد دهيواد دبې ثباته کولو سازش دى.
په هيواد کې دروان احتجاج په مهال لويې مظاهرې په مينځنۍ قاهره کې وشوې ، دغلته امنيتي ځواکونو د مظاهره چیانو خورولو لپاره اوښکې بهيونکى گيس او دربړ دگولو استعمال وکړو.
د مظاهرو قابو کولو په غرض دپوليسو مرستې لپاره د مصر په کوڅو کې پوځ تعينات کړل شوى دى.
کر هر څو دچارواکو له لوري کرفيو نافذ کړل شوې خو مصر کې بيا هم احتجاج روان دى او مظاهرين په پوليس عسکرو کاڼي وروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG