مصر کې دصدر حسني مبارک د ديرش کلنې واکمنۍ ختمولو لپاره احتجاج کې شدت راغلى دى او د جمعې په ورځ په زرگونو کسانو دحکومت په ضد مظاهرو کې برخه واخسته.
په هيواد کې دروان احتجاج په مهال لويې مظاهرې په مينځنۍ قاهره کې وشوې ، دغلته امنيتي ځواکونو دمظاهرينو خورولو لپاره اوښکې بهيونکى گيس او دربړ د گولو استعمال وکړو.
دمظاهرو قابو کولو په غرض دپوليسو مرستې لپاره دمصر په کوڅو کې پوځ تعينات کړل شوى دى.
کر هر څو دچارواکو له لوري کرفيو نافذ کړل شوې خو مصر کې بيا هم احتجاج روان دى او مظاهرين په پوليس عسکرو کاڼي وروي.
دجمعې په ماښام دپوځ په دريوؤ گاډو کې ناست لسگونه پوځيان قصر النيل پل ته رسيدلي دي.
داحتجاج مخنيوى لپاره دښار په مرکزي لارو په لويې شمير کې پوليس هم تعينات کړى شوي دي.
دزيارت او جمعې په مينځنۍ شپه دانټر نيټ نظام ځنډول شوى ؤ ځکه چې انټر نيټ دحکومت په ضد روانو مظاهرو کې په لويه پيمانه کارول کيدو.
ددې ترڅنگ دموبائيل فونونو له لارې په ليږل کيدونکو تحريري پيغامونو هم قدغن لگول شوى دى.
دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون مصري مشرانو او اولس ته دتاؤتريخوالي په شدت کې داضافې نۀ کولو خواست کړى دى.
هغه وويل داحتجاج کوونکو وگړو دحقيقي شکايتونو جاج اخستو ته ضرورت دى.
دتشدد څخه دډک احتجاج په مهال لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي او دحکومت له مخې دنهې دورځې څخه دشروع شوي احتجاج څخه تر دې مهاله خواؤشا اتۀ سوه کسان نيول شوي دي خو دبشري حقونو تنظيمونه ادعا کوي چې دنيول شوؤ کسانو شميره ددوؤ زرو څخه زياته ده.
دامريکې صدر براک اوباما وئيلي دي دمصر داوږدمهاله ښۀ والي لپاره سياسي اصلاحات ضروري دي او هغه خپل مصري سيال ته په هيواد کې دبدلونونو وينا کړې ده.
بلخوا په اردن کې په زرگونو وگړو دحکومت په کچه بدلون او دوزيراعظم سميرالرفاعي څخه دمستعفي کيدو دغوښتنې کولو سره دپايتخت عمان په شمول دهيواد په گڼو ښارونو کې دجمعې په ورځ احتجاجي جلوسونه ويستي دي.
دحزب اختلاف ملاتړ کوونکو دتيرې اوونۍ څخه دمظاهرو لړۍ دوامداره ساتلې ده چې په تيونس کې دترسره شوي اوسني احتجاج پشان کيږي.
داردن اولس دخوراک څښاک څيزونو په قيمتونو کې په زياتې اضافې دنيوکې کولو ترڅنگ په حکومت تور لگولى چې په بدعنوانۍ قابو موندلو کې ناکامه شوى دى.
وزيراعظم رفاعي په روانه مياشت کې دسرکاري ملازمينو دتنخاگانو ترڅنگ دريټائرډ ملازمينو په وظيفو کې هم داضافې اعلان کړى ؤ خو ددغه گام باوجود داحتجاجي مظاهرو لړۍ دوامداره ده.