د امريکې صدر براک اوباما ليبيا کې روانو بين المللي عملياتو کې دامريکائي پوځونو دگډون کوټلې دفاع کړې او وئيلي يې دي چې کله امريکائي گټو او اقدارو ته خطره پيښه وي نو ضروري ده چې دمخنيوي لپاره يې گامونه واخستل شي.
په واشنگټن کې دخپلو اووۀ ويشتو منټو په مهمه وينا کې صدر وويل په ليبيا کې کارروائي دزرگونو وگړو دځان خوندي کولو لپاره شروع کړل شوې او دغه جگړه دامريکې او نړۍ په گټه دى.
دهغه دغه وينا دواشنگټن نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ پرائم ټائم کې نيغ په نيغه خپره کړل شوه.
ښاغلي اوباما وويل دامريکا دلويديزو هيوادونو دپوځي مهم دبرخې جوړيدو مقصد ليبيا کې دوژنو مخنيوى او دليبيائي اولس بې رحمانه استحصال ختمول وؤ.
دهغه په وينا دملگرو ملتونو څخه منظور شوي مهم دمعمرقذافي خونړى پرمختگ اودرولى دى.
ديوې مياشتې په لنډه موده کې امريکا دخپل بين المللي ملگرو سره په شريکه يو پراخه ائتلاف جوړ کړو، دوگړو دتحفظ لپاره يې بين المللي واک ترلاسه کړو، پرمختگ کوونکى پوځ يې اودرولو، داولسي وگړو وژنه يې اودروله او دخپلو ائتلافيانو او ملگرو په مدد يې نو فلائي زون نافذ کړو.
دامريکائي صدر وينا وه معمرقذافي دخلکو دباور او مشرۍ جواز بائيللى او بايد څوک په دې خبره کې شک ونۀ کړي چې دقذافي داقتدار ختمول به دليبيا په شمول دټولې نړۍ لپاره غوره وي.
خو هغه وويل په پوځي مشن کې به دحکومت بدلون شاملول يوه تيروتنه وي.
صدر اوباما وويل قذافي يو خطرناک امر دى او داقتدار څخه دهغه بيليدل دسيمه ايزې سلامتۍ لپاره ضروري دي.
دصدر اوباما له مخې دامريکې خارجه وزيره هيلري کلنټن به دنهې په ورځ لندن ته ځي ، دغلته به دديرشو څخه دزياتو هيوادونو استازي په هاغو گامونو غور کوي چې په ليبيائي مشر دفشار سيوا کولو لپاره ضروري دي.
امريکائي صدر وويل دهغه تر ټولو ستره ذمه واري امريکا او دهغې ائتلافيان محفوظ ساتل دي.
هغه وويل امريکا او ائتلافي پوځونه به دوگړو دژوند بچ کولو ترڅنگ ليبيا کې داپوزيشن مدد هم کوي، او په راتلونکو ورځو کې به امريکا انټلي جنس او لاجسټيکس کې هم مدد ورکوي.
صدر اوباما وويل نيټو ليبيا کې دنو فلائي زون او وسلو په وړلو راوړلو دقدغن دنفاذ لپاره داپريشن دمشرۍ سمبالولو ترڅنگ اولسي وگړو دتحفظ ورکولو داضافي ذمه وارۍ ادا کولو هم باور ورکړى دى.
دهغه په وينا ددغو ذمه وارو نيټو ته دمنتقلۍ وروستو دليبيا عملياتو په اړه خطراتو او په دې راتلونکو مصرفونو کې به په ښکاره توگه کمى راځي چې دهغې څخه امريکائي پوځ او ټيکس ورکوونکي متاثر کيدى شي.
امريکائي حکومت په امريکا کې د موجودو دليبيا درې ديرش بلينه ډالرو اثاثې هم منجمد کړي دي، صدر اوباما پخپله وينا کې وويل دغه رقم دليبيا داولس دى.
دامريکائي صدر دوينا مقصد دکانگريس دغړو ديوې حلقې او اولس له لوري دامريکائي پوځ ليبيا ته دليږلو په معامله په هغه دکيدونکي تنقيد ځواب ورکول وؤ.
صدر اوباما : د ليبيا عمليات دامريکا او نړۍ په گټه دي
1