لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما او نیتن یاهو د اسراېل امنیت او منځني ختیځ په حالاتو خبری کړي


امریکا صدر بارک اوباما او د اسرایل وزیر اعظم بنجمن نیتن یاهو نن د ګل په ورځ په واشنګټن کې د ملاقات پر محال په منځني ختیځ کې خرابیدونکي حالاتو خبری اتری کړي. که څه هم د دواړه مشرانو تر مینځه اړېکې خه نه دي پاتې او د دواړوتر منځه دغه ملاقات یو کال روستو شوی.

په سپېنه مانړئ کې نن شوی دغه لیدنه د اسرایلي وزیراعظم نیتن یاهو لخوا د ایران او نړئ شپږو شتمنو هیوادونو تر مینځه د ایران ایټمي پرواګرم په سر د نېوکو وروستو شوی.خو د امریکاصدر بارک اوباما په وینا د دواړه تر منځه په ډیره وړه خبره اختلاف دی.

صدر اوباما او ښاغلي نیتن یاهو پدغه لیدنه کې د دواړه هیوادونو تر منځه د پوځي او امنیتي همکارئ ذکر هم ا وکړو او پدغه محال صدر اوباما اوېیل (د اسراېل امنیت زما د خارجه پالیسئ ههمه خبره ده). د ملاقات په وخت د امریکا صدر بارک اوباما زیاته کړه د اسراېل وزیراعظم سره به د داعش تندروه ډلې، حزب الله او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه اودرولو باندې خبرې اترې کوي.

که څه هم صدر اوباما د ایران سره شوي لوظنامه باندې د اسراېل نېوکې منلې خو د لوظنامې لاندې ېی په ایران لږیدلي اقتصادي بندیزونه هم لری کړي. امریکاېي صدر زیاته کړی که د ایران لخوا په سېمه کې د ګډ وډي ګامونه پورته کیږي نو د اسراېل سره په ګډه به ددغې مخه نيسي.

اوباما او نیتن یاهو لیده کاته کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:46 0:00

د امریکا صدر بارک اوباما انتظامیې چارواکو تیره اونئ وېلي وو صدر اوباما نه ګنړي د فلسطیني ریاست په اړه به د کال ۲۰۱۷م وړاندی څه لوظنامه اوشي. پدغه ملاقات کې داسراېل وزیراعظم نیتن یاهو اویل د دوؤ قامونو لپاره د دوؤ ریاستونو طمه مونږ پرېښې نه ده. او دا چې د وسلی نه پاک فلسطیني ریاست او یهودي ریاست حق دی اومنل شي. ښاغلي نیتن یاهو زیاته کړه: (مونږ د زړه نه په خپله سېمه کې امن غواړو که چری د منځني ختیځ نور ګاونډي هیوادونه هم دغه شان اوغواړی.

ښاغلې نیتن یاهو د ایران سره د ایټمي پرواګرام په سر د نړئ شپږو لویو طاقتونوشوی لوظنامې ښکاره مخالف وو، او د هغه په وینا دغه لوظنامه به ایران د ایټمي وسلې جوړولو نه اونه دروي. اسراېلي وزیراعظم دغه خبره د مارچ په میاشت کې په کانګرس کې د وینا پر محال هم کړی وه او پدغه سفر کې ېي د صدر اوباما سره ملاقات هم نه وو کړی.

اسراېل د یوی لوظنامې تر مخه د امریکا نه په پوځي مرستو کې هر کال ۳ بلینه ډالره امداد ترلاسه کوي. او چارواکي واېي نیتن یاهو هیله مند دی چې دغه امداد به په راروانو څو کلونو کې ۴بلینه یا ۵ بلینه ته سوا کوي.

XS
SM
MD
LG