د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي هغه امريکائي اولس او نړۍ ته وئيل غواړي چې دالقاعده مشر اسامه بن لادن دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې دامريکا دځانگړو ځواکونو په يوه کارروايۍ کې داتوار په ورځ وژل شوى دى.
صدر براک اوباما په دغو عملياتو کې دپاکستان د مرستې يادونه هم وکړه
دسپينې ماڼۍ څخه صدر براک اوباما پخپله تاريخي او لنډه وينا کې وويل هغه ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې اسامه پاکستان کې پټ دى او نن دهغه په وينا په دغه کمپاؤنډ بريد وکړل شو، ديوې لنډې نښتې څخه وروستو اسامه ووژل شو او مړى يې په قبضه کې واخستل شو.
امريکائي صدر وويل انصاف وشو.
هغه وويل په عملياتو کې کوم امريکائي نۀ دى وژل شوى او امريکائي ځواکونو اولسي وگړو ته دځاني زيان اړولو څخه ډډه کړې ده
اوباما وويل په تيرو لسو کلونو کې امريکا دگڼو قربانيو دورکړې څخه وروستو دغه مهم مقصد ترلاسه کړى دى
اسامه وويل دسي ائي اى ډائريکټر ته يې وينا کړې وه چې بايد اسامه مړ يا ژوندى ونيسي
صدر براک اوباما داتوار په ورځ دپاکستان صدر اصف علي زرداري ته ټيلي فون هم کړى دى
هغه وويل مونږ داسلام په ضد جگړه نۀ کوؤ، اسامه گڼ مسلمانان وژلي وؤ
صدر وويل نن امريکائي اولس مطمئن دى.
سي اين اين ديو امريکائي سينيټر له خلې وئيلي دي دامريکا دترهه گرۍ دمخنيوي يو ډائريکټر وئيلي دي دغه عمليات دامريکائي استخباراتو دکاميابۍ نتيجه ده، په دغو عملياتو کې پاکستاني استخباراتو هم برخه لرله.
دامريکې پخواني صدر جارج بش پخپل يو بيان کې داسامه بن لادن په وژنه دخوشحالۍ څرگندونه کړې او وئيلي يې دي چې دغه يوه تاريخي کارنامه ده او بن لادن خپل انجام ته ورسول شو.
په کانگريس کې دبهرنيو چارو دکميټې چئيرمين کانگيس مين هاورډ برسن وئيلي دي داسامه مرگ دامريکې او ازادې نړۍ يو ستر برياليتوب دى.
دسپينې ماڼۍ څخه بهرداسامه بن په وژنه دخوشحالۍ نمانځلو لپاره دخلکو يو ټولى
راټول شوى دى
د صدر براک اوباما قام ته وینا تاسو هم اوریدې شۍ
.