لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کلیفورنیا کې د ترهگرۍ په اړه د صدر براک اوباما قام ته وینا


د ترهگرۍ په دغه پیښه کې امریکائي شهري سید رضوان فاروق او د هغه پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک د کلیفورنیا ریاست په سین برنډینو ښار کې په یو تقریب کې په ډزو کې ١۴ کسان ووژل او ٢١ نور يي زخمیان کړل. ورسته پولیس دواړه ښځه او خاوند ووژل
د ترهگرۍ په دغه پیښه کې امریکائي شهري سید رضوان فاروق او د هغه پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک د کلیفورنیا ریاست په سین برنډینو ښار کې په یو تقریب کې په ډزو کې ١۴ کسان ووژل او ٢١ نور يي زخمیان کړل. ورسته پولیس دواړه ښځه او خاوند ووژل

صدر براک اوباما به د اتوار، یکشنبې، په ماښام په کلیفورنیا ریاست کې د خونړۍ پیښې په اړه قام ته خطاب کوي چې پکې به هغه کوښښ کوي چې د ترهگرۍ په هکله د امریکایانو اندیښنې لرې کړي او د داعش وسله والې ډلې خلاف د امریکې د تگ لارې تفصیلات هیواد والو ته په ډاگه کړي.

خپل تقریر کې به براک اوباما کلیفورنیا کې د ترهگرۍ د پیښې په اړه تر دا وخت د شوي تفتیش تازه صورتحال هم وړاندې کوي.

د ترهگرۍ په دغه پیښه کې امریکائي شهري سید رضوان فاروق او د هغه پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک د کلیفورنیا ریاست په سین برنډینو ښار کې په یو تقریب کې په ډزو کې ١۴ کسان ووژل او ٢١ نور يي زخمیان کړل. ورسته پولیس دواړه ښځه او خاوند ووژل.

وائټ هاوس د تقریر په هکله ویلي صدر اوباما به د ترهگرۍ د خطر او د دې د مخنیوي په موضوع خبرې اترې کوي.

وائټ هاوس وايي صدر اوباما به دا یقین په ډاگه کوي چې د داعش وسله والو ته به ماتی ورکړی کیږي او دا چې امریکا به په خپلو"اقتدارو ولاړه وي، انصاف، مساوات او د ازادۍ" د لارې به د تشدد مخه نیسي او په داسې ډلو به قابو مومي چې "تباه کن نظریه" په وړاندې بوځي.

صدر اوباما به د وائټ هاوس د اوول افس یا د اوول په نوم د دفتر کوټې نه خطاب کوي چرته نه چې په روایتي توگه د امریکې صدران په انتهائي اهمو موضوعاتو وینا کوي.

د امریکې تحقیقاتي اداره ایف بي ايي د سین برنډینو د پیښې په اړه په تحقیقاتو کې مصروفه ده.

د خالي په ورځ پولیس په ریډلینډز ښار کې د هغه کس په کور چاپه وهلي د چا په هکله چې ویل کیږي هغه ټوپکې يي اخیستې وي چې د د سین برنډینو په پیښې کې استعمال شوې وي. ددغه کس په باره کې ویل کیږي چې د سید رضوان فاروق ملگری وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG