لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر اوبامه او د وزیراعظم گیلاني کوریه کې لیده کاته


د صدر اوبامه او د وزیراعظم گیلاني کوریه کې لیده کاته
د صدر اوبامه او د وزیراعظم گیلاني کوریه کې لیده کاته

وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او دامريکا صدر براک اوباما دترهه گرۍ په ضد جگړه کې په دوه اړخيزه مرستې دوامداره ساتلو او سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره په گډو هڅو اتفاق کړى دى.

دپاکستان دسرکاري ميډيا ترمخه دواړو مشرانو دشريکو مفاداتو او اړونده خوښۍ په چارو خبرې اترې وکړې او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني صدر اوباما دپاکستان دبهرنۍ تگلارې په اړه دپارليماني عمل څخه هم خبر کړى.

اوباما وويل هيله کوي دپاکستان پارليماني نظرثاني به متوازنه او پکې به امريکائي امنيتي ضرورتونو ته درناوى لرل کيږي.

وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او دامريکا صدر براک اوباما په جنوبي کوريا کې دايټمي تحفظ په اړه دسرمشريزې غونډې په مهال ليدنه کړې ده.

دليدنې په مهال دواړو مشرانو دمضبوط او باثباته افغانستان او پاکستان په اړه پخپل مينځي گټو خبرې اترې وکړې.

صدر اوباما وويل دافغان جوړجاړي عمل په ملاتړ دهغه هيواد دپاکستان مننه کوي.

امريکائي صدر دپاکستان په پارليمان کې دکيدونکي بحث هرکلى وکړو او وې وئيل دپاکستان خپلواکۍ ته مکمل درناوى ري.

هغه وويل امريکا به پاکستان سره دتجارت په شمول په مختلفو څانگو کې مرسته دوامداره ساتي.

په موجوده وخت کې دپاکستان پارليمان امريکا سره داړيکو لرلو په اړه په يو شمير تجويزونو غور کوي.

صدر براک اوباما وويل داوږد جاج وروستو دپاکستاني پارليمان دنظرثانۍ د عمل هرکلى کووم.

هغه وويل په تيرو څو مياشتو کې داسې وختونه مخې ته راغلي چې پکې اړيکې دتاؤتريخوالي دتجربې څخه وتلي.

اوباما وويل هيله کوي دپاکستان پارليماني نظرثانۍ کې به يو داسې سوچ خپل کړل شي چې پکې به دپاکستان خپلواکۍ ته ددرناوي يادونه شوي وي ، خو پکې به زمونږ ملي سلامتۍ او دهاغو ترهه گرو په ضد چې په تيرو وختونو کې يې مونږ په نخښه کړي وؤ زمونږ ضرورتونو ته درناوى لرل کيږي.

دواړو مشرانو دغه ليدنه په داسې حال کې کړې چې دتيرې څه مودې راهسې دځينو پيښو له امله داسلام اباد او واشنگټن اړيکې دتاؤتريخوالي سره مخ دي.

تير کال دپنجاب سرښار لاهور کې دامريکا استخباراتي شبکې سي ائي اى سره په شخصي حيثيت کې دکارکوونکي تن ريمنډ ډيوس په ډزو ددوؤ پاکستاني ځوانانو دوژنې وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو کې تاؤتريخوالى رامينځته شو، دوژل شوؤ ځوانانو کورنو ته دديت ادا کولو وروستو په دغو اړيکو کې يو څه ظاهري ښه والى راغلى ؤ، خو دمئ په 2مه نيټه ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دخفيه عملياتو وروستو يو ځل بيا ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې تاؤژنې شوې اوتيرکال دنومبر په مياشت کې چې کله دافغانستان دپولې سره پيوست دپاکستان دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په سلاله نومې امنيتي پوسته دنيټو ځواکونو له لوري بمبارۍ کې 24 پاکستاني عسکر ووژل شول نو دامريکا او پاکستان ترمينځ اړيکې تر دې حده خړې شوې چې پاکستان نۀ يواځې دخپل هيواد دننه شمسي هوائي ډگر دامريکائي ځواکونو څخه خالي کړو ، بلکې دناټو ځواکونو دپاره يې افغانستان ته دسامان درسد دپاره خپله لاره هم وتړله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG