لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م: د لسيزو جګړو له امله افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د ککړتيا تر ټولو زياته کچه لري


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په ټويټر ويلي چې د لسيزو جګړو له امله افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د ککړتيا تر ټولو زياته کچه لري
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په ټويټر ويلي چې د لسيزو جګړو له امله افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د ککړتيا تر ټولو زياته کچه لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي چې په دې هېواد کې د چاودېونکو موادو پلټونو، په زمکه کې د ښخ شويو ماينونو پاکۍ، او د 1.4 ميليونه متاثره شويو کورنيو سره د مرستې او خلکو ته د ماينونو د خطر په اړه پوهې ورکولو لپاره د شاوخوا 18.3 ميلينه ډالرو ته اړتيا ده۔

په افغانستان کې واکمن طالبان وايي د دوی په واکمنۍ کې د افغانستان نزدې 86 کلوميټره مربعه ساحه د ماينونو او چاودېدنکو موادو څه پاکه کړې او په دې اړه نورو سيمو کې هم ګامونه اخېستل کېږي۔ طالبان دا هم وايي چې په هېواد کې د ماين پاکۍ او چاوېدونکي مواد له منځه وړلو لپاره ځانګړې ټيليفون لاين لګول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په ټويټر ويلي چې د لسيزو جګړو له امله افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د ککړتيا تر ټولو زياته کچه لري۔

سازمان وايي د 2023 کال دوران د سروې، د چاودېدنکو توکو د شنډولو، په زمکه کې ښخ شويو ماينونو پاکولو او په دې اړه خلکو ته تعليم ورکولو لپاره شاه خوا 3۔18 ميليونه ډالرو ته ضرورت دی۔

په جرمني کې مېشت د امنيتي چارو کارپوه قريب الرحمان شهاب وايي د ښخ شويو ماينونو د کره شميرو او نقشو د نشتون له وجې په افغانستان کې ککړې سيمې په مکمله توګه نه دي پاکې کړل شوې۔

" هغه نقشې چې د روسيانو سره موجود وې له بده مرغه هغه يې افغانستان ته ور نه کړې او څه نه څه چې موجودې وې د پخواني کمېنسټي حکومت سره هغه هم د سوزېدلو په نامه باندي د افغانانو د لاس رسي وتلې وې نو يو هغه مايونونه پاتې دي"

نوموړي زياته کړه بل په تېرو شلو کلونو کې هم چې طالبان په مقابل اړخ وو کې او ناټو دلته موجوده وه بيا هم ډير زيات ماينونه ښخو شول"

د سره صليب نړيوال سازمان د شمېرو ترمخه د 2022 کال د جنورۍ او جون مياشتو ترمنځه په افغانستان کې د چاودېدونکو موادو 392 پېښې ريکارډ شوي او په هغو کې 902 تنانو ته مرګ ژوبله اوړېدلې وه۔

د سازمان ترمخه د ماين چودونو له امله 85 فيصده مرګ ژوبله ځايي ولس ته اوړي چې 40 سلنه يې ماشومان دي۔

په افغانستان کې د طالبانو د ماين پاکۍ د همغږۍ د چارو ريس قاري نورالدين رستم خېل ميډيا سره شريک کړل شويو مالوماتو کې ويلي چې د دوی دراتګ وروسته نزدې 3371 د انسانانو ضد ماينونه او 3555 خوشايي بمونه له منځه وړل شوي دي او په دې اړه نور ګامونه هم اخيستل کېږي۔

هغه زياته کړې چې دې دوران د ټانکونو ضد 429 ماينونه او خواوشا 2152 خودسازه مايونه لرې کړل شوي دي۔

" د اسلامي امارت د راتګ راپدېخوا مونږه تقريبا 86 کلوميټر مربعه ساحه مونږه په ټول افغانستان کې له ماينونو او ناچاودو توکو نه پاکه کړېده او 52 کلوميړه ساحه هغه ده چې هلته خارجيانو نظامي تمرينات کړي وو او په ناچاوده توکو يې ملوث کړې وه دا مو هم پاکه کړېده"

د پاکستان په قبايلي سيمو کې هم په ځمکه کې ښخ شوي ماينونه شتون لري او په دي اړه پېښور هايي کورټ ته په يو خواست کې ويلی شوي وو چې تېرو څوکالونو دوران يوازې په جنوبي وزيرستان کې د ښخ شويو بمونو د 178 نه سېوا چاودنو کې شاوخوا 800 تنان مړه او نزدې 327 په جسماني توګه معزوره شوي دي۔

په وروستيو کې حکومتي او پوځي چارواکو ويلي وو چې په ځانګري ډول په وزيرستان کې د ماينونو په پاکولو باندې کار روان دې۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG