لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین: روسي ډرون په اوډیسه ښار کې پر ملکي ودانیو لګېدلی، څلور تنه وژل شوي، اته ټپیان


د اوکراین په جنوبي ساحلي ښار اوډیسه کې یوه روسي ډرون الوتکه د خلکو د استوګنې پرودانیو لوېدلې ده چې د رویټرز د خبر له مخې لږ تر لږه څلور تنه پکې وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

په اوډیسه ښار کې اوکرایني چارواکي وایي دا پېښه د شنبې- خالي په شپه ناوخته شوې ده، وایي د ډرون غورځېدو له کبله د کورونو ودانۍ نړېدلې ده او له خاورو خځلو څخه یو سړی ژوندی را ایستل شوی دی.

د اوډیسه ښار مېر یا ښاروال هینادي تروخانوف وايي، "تاسو ګورئ دلته نیزدې پوځي وسایل نه شته، پوځي ځایونه نه شته، خو دوی [روسانو] زموږ د ښار په ګڼ مېشته سیمه کې بریدونه کوي".

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي په ټیلیګرام باندې په یو پوسټ کې ویلي چې په دې پېښه کې 18 اپارتمانونه تباه شوي دي، زلنسکي وایي:

"روس له عامو خلکو سره جګړې ته دوام ورکړی، د دښمن یوې ډرون الوتکې په اوډیسه کې د استوګنې ودانۍ په نخښه کړې ده".

ولسمشر زلنسکي د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ده او د هالېنډ وزیراعظم مارک روته تر خپل منځ یو امنیتي تړون لاسلیک کړی چې په بنیاد به یې په روان کال کې کیف ته 2.2 ارب ډالره پوځي مرسته ورکول کېږي.

زلنسکي د دې پلان تفصیل وروسته له هغه پر سوشل مېډیا خپور کړ، چې د جمعې په ورځ یې د اوکراین په دویم لوی ښار خارکیف کې له ښاغلي مارک روته سره ولیدل او خبرې یې سره ورکړې.

ښاغلي زلنسکي په یو پوسټ کې لیکلي "په اسنادو کې د سږ کال لپاره د نیدرلېنډ له خوا د دوه ارب یورو پوځي مرستې ویل شوي دي او همدارنګه د راتلونکو لسو کلونو لپاره د نورې دفاعي مرستې ذکر پکې شوی دی".

اوکراین تېره میاشت ویلي وو یورپي اتحاد چې ورسره د خپلې دفاع لپاره د کومو یو میلیون توپونو د ورکولو ژمنه کړې وه په هغوی کې یې له دریمې برخې څخه لږ تر لاسه کړې دي.

اوکراین د وسلو او ګوره بارودو په تر لاسه کولو کې د ستونځو له کبله په تېره فبرورۍ میاشت کې خپل ځواکونه له ختیځ ښار اوډیوکا څخه بیرته را وایستل او ماسکو دا موقع پیدا کړه چې په یوه کال کې لومړی ځل دغه لویه سیمه ونیسي.

صدر زلنسکي پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] خارکیف ښار ته د ده او د هالېنډ د وزیراعظم د سفر ویډیو خپره کړې ده او وایي هغه ته یې شاوخوا 20,000 ودانۍ ور ښکاره کړې چې د زیلینسکي په وینا د روس په بریدونو کې ویجاړې شوې دي.

د اوکراین لپاره د ملګر ملتونو کوارډینېټرې ډینس براون د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې په ختیځ ښار خارکیف کې د روسي ځواکونو مرګوني بریدونه غندلي او لیکلي یې دي:

"ځایي چارواکو د یوه ماشوم په ګډون د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی، ملکي ودانۍ هم زیانمنې شوې دي".

پر اوکراین د روسي یرغل درېیم کال پیل شوی دی او کیف پرله پسې له غربي نړۍ د خپلې دفاع لپاره د وسلو غوښتنه کوي، خو د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی که غربي ملکونه اوکراین ته خپل پوځیان ولېږي کېدای شي نتیجه یې اېټمي جګړه وي.

یادونه:- د وي او اې خبریالې مارګریټ بشیر په دې رپوټ کې مرسته کړې او ځینې معلومات له رویټرز، اې ایف پي اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG