لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: د پښتونخوا تعليمي ادارو کې د شري، روبيلا او پوليو ضد کېمپېن کې انکاريان سېوا شوي


د ټیکو څخه د انکاري مېندو او پلرونو په اړه ارشد خان وايي " يقيني خبره ده چې د منفي او دروغو پروپينګډه د لاسه يي خپل ماشومانو ته د ټيکو نه لګولو پريکړه کړي."
د ټیکو څخه د انکاري مېندو او پلرونو په اړه ارشد خان وايي " يقيني خبره ده چې د منفي او دروغو پروپينګډه د لاسه يي خپل ماشومانو ته د ټيکو نه لګولو پريکړه کړي."

په خېبرپښتونخوا کې په تعليمي ادارو کې د شري اوروبيلا په ضد د ټيکو لګولو نه د انکاري خلکوشمېره سېوا ده او د صحت کارکوونکي وايي ماشومانو ته د کور نه اجازت نه ورکړی کېږي.

د انکاري خلکو قانع کولو د پاره د "سوشل موبايلائزر" نومې ډلې ماشومان د ټيکومرکزونو ته رابلي خو د صحت کارکوونکو د وينا ترمخه زياتره خلک ټاکلي شوي ځايونو ته ماشومان بوځي خوځيني خلک اعتراض هم کوي۔

ماشومانو ته د ټيکو نه لګولو زيات رپورټونو د تعليمي ادارو نه مخي ته راغلي دي۔

په پېښور کې د يو سرکاري سکول هيډ ماسټر ارشد خان وايي د کمپاين پيليدو نه وړاندي د صحت محکمې سره په ګډه د سکولو استاذانو خلکو ته د ټيکو په اړه د اګاهۍ غونډي کړې وې خو بيا هم ځينو والدېنو ماشومانو ته د ټيکو نه لګولو وينا کړې ده۔

د ټیکو څخه د انکاري مېندو او پلرونو په اړه ارشد خان وايي " يقيني خبره ده چې د منفي او دروغو پروپينګډه د لاسه يي خپل ماشومانو ته د ټيکو نه لګولو پريکړه کړي."

د صحت کارکوونکو د وينا ترمخه د ټيکو څخه زياتره انکاري خلک د پېنځو کالو نه سېوا عمر ماشومانو ته په ټېکو لګولو اعتراض کوي او يا غواړي چې د کمپاين په وخت ټاکلي شوي ځايونو په ځائي يي صحت مرکزونو کې وېکسين کړي۔

د خېبرپښتونخوا د ټيکو څانګې مرستيال مشر ډاکټر عمر فيصل وي اوای ډيوه ته ويلي چې خېبرپښتونخوا کې د شري، روبيلا او بنيادي ټيکي لګولو کچه د نړۍ والې صحت ادارې ډبليو ايچ معيار باندي نۀ پوره کيږي، د کوم د پاره يي چې دغه کمپاين پيل کړې۔ که عام خلک غواړي نو د خپل ماشومان د صحت په مرکزونو کې هم وېکسين کولی شي۔

ډاکټر عمر فيصل وايي "دغه بنيادي ټيکې په عام صحت مرکزونو کې هم د نهو مياشتو نه تر ۱۵ کالو پورې ماشومانو ته لګولی شي۔ دي نه علاوه دغه ټيکي به په عام ورځو کې هم لګولي شي۔ مونږ غواړو چې دغه ټيکو د لاري د ماشومانو د ناروغو مخنيوي اوکړو"

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې شمېرو ترمخه خېبرپښتونخوا کې ماشومانو ته د ټېکو لګولو کچه 68 فيصده ده۔ په قبايلي ضلعو کې دغه شمېره 42 فيصده ده۔ د ډبليو ايچ معيار لاندي دغه شمېره 85 فيصده نه سېوا پکار ده۔ ماشومانو ته د ټيکو لګولو شمېره پوره کولو د پاره دغه کمپاين کې هدفي ماشومان وېکسين کولو ضروري دي۔

د پېښور طارق خان هم دغه کمپاين کې هغه خلک قانع کوي چې د شري او روبيلا ټيکو په اړه منفي فکر لري۔

طارق خان وايي " زمونږ په چاپيريال داسې خلک شته چې په دروغو يقين ساتي او بيا تيکې نه لګوي۔ مونږ د ټولنې باثره خلکو په مرسته، د مشرانو او ډاکټرانو په مرسته دغه خلک قانع کوو۔ زمونږ خپل سټاف هم داسې خلکو کورونو ته ورځي او په ټيکو لګولو يي قانع کوي۔

خېبرپښتونخوا کې د شري روبيلا او پوليو په ضد کمپاين کې ۱۵ اشاريه اووه مېلين ماشومان د ټيکو هدف دي۔ صوبه کې دغه کمپاين نن دريمه ورځ ده۔ د صحت محکمې وينا ترمخه ړومبي دوه ورځو کې ټوله صوبه کې دوه نيم مېلينه ماشومانو ته د شري او روبيلا په ضد ټيکې لګولي شوي دي۔ او باقي پاتي ماشومانو ته ټيکي لګولو د پاره به تر 27م نومبر پورې دغه هلې ځلې جاري وي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG