لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې ځنډول شوی پوليو کيمپېن پرانيستل شو


د کوټې مرستيال کمشنر ميرشهک بلوڅ په کوټه کې ماشومانو ته د قطرو ورکولو سره د کيمپېن پرانيسته وکړه
د کوټې مرستيال کمشنر ميرشهک بلوڅ په کوټه کې ماشومانو ته د قطرو ورکولو سره د کيمپېن پرانيسته وکړه

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مۍ مياشتې د ځنډول شوي پوليو کيمپېن پرانيسته وشوه، چې له مخې به يې تر څلور لکه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

د کوټې مرستيال کمشنر ميرشهک بلوڅ په کوټه کې ماشومانو ته د قطرو ورکولو سره د کيمپېن پرانيسته وکړه.

نوموړی وي او اې ډيوه ته وویل چې تېره مياشت په کوټه کې د پوليو کيمپېن د نېشنل ساليو له امله ځنډول شوی وو چې اوس له بشپړې تيارۍ سره ترسره کېږي.

بلوڅ وویل "موږ اوس بېرته په کوټه کې د پوليو کيمپېن ترسره کوو، چې په دوو برخو کې ويشل شوی او له پنځم جون تر دولس جون پوري به دوام ولري. په کيمپېن کې به څلور لکه شپېته زره ماشومانو ته څاڅکي ورکول کېږي او د دې لپاره اتلس سوه اتلس ګرځنده ټيمونه کار کوي. زموږ هڅه دا ده، چې تر پنځو کلونو پوري عمر لرونکي ټولو ماشومانو ته قطرې ورکول شي. د هر پوليو ټيم به امنيتي سرتېري امنيت ساتي."

د کوټې يو اوسېدونکی احسان الحق چې د پرانيستې غونډې ته يې خپل ماشوم راوستی، وايي پوليو داسي ناروغي ده، چې هيڅ علاج نه لري، ځکه نو ټولې ميندې بايد خپلو ماشومانو ته دوې قطرې ورکړي، چې ماشومان يې د تل له معذورۍ خوندي شي.

احسان الحق وویل " دا مې زوی دی، چې د پوليو قطرې ورکړم، ځکه چې د ماشوم ټول ژوند له دوو قطرو سره تړلی دی. که ماشوم له قطرو پاتي شي او معذوره شي، مور او پلار يې ملامت دي. ځکه چې دا معذوري د ټول عمر وي او علاج نه لري."

د بلوچستان په اتلس ضلعو کې د پوليو کيمپېن په تېره مۍ مياشت کې ترسره شوی وو، خو په کوټه کې دغه کيمپېن د لوبو له امله د څو اوونيو لپاره ځنډول شوی وو. د کوټې اوسنی کيمپېن د امنيتي ننګونو له امله په دوو برخو وېشل شوی، چې اته ورځې به دوام ولري.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG